د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه


چارواکي وايي، د ننګرهار ملکي هوايي ډګر به تر راتلونکو دریو کلونو کې بشپړ شي چې له ۳۶ څخه تر ۴۰ میلیون امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفي زاده نن جمعه جولای ۱۰(چنګاښ۲۰) د ښېوې ولسوالۍ په ګمبیري ډاګ سیمه کې د هوايي ډګر د بنسټ ډبرې ایښودلو پر مهال خبریالانو ته وویل:"دغه هوايي میدان به په دریو پړاوونو کې جوړېږي، لومړی به یې احاطه او امنیتي چارې وي، دویم پړاو رنوې او دریم پړاو به یې د یو ترمینل جوړېدل وي."

نوموړي زیاته کړه چې د میدان تر ګټې اخیستنې پورې له ۳۶ څخه تر څلوېښت میلیون ډالر لګښت اټکل شوی دی او نړیوالې الوتنې به هم ترې کیږي.

د چارو ادارې مشر محمود فضلي هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د هوايي ډګر کیفیت ته به ډېر پام کوي او په نړیوال سټنډرډ به جوړېږي.

د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي او مدني فعال عبد الرحمن معاون وویل چې د کار کیفیت ته دې پام وشي او هېله یې دا ده چې په ټاکلي وخت یې چارې سر ته ورسېږي.

دوی وویل چې د سیمې خلک به د دغو کارونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG