د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې پر یو ودانیز شرکت برید کې ۱۶تنه وژل شوي


د ننګرهار ولایت هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته څېرمه پر یو دانیز شرکت ‌‌‌‌‌‌وسله وال ډله ییز برید د پنځو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.

د ننګرهار والي‌ ویاند عطءالله خوګیاني د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۱۵مه» امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه شااوخوا دوې بجې یو شمېر وسله والو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «E.B.E» په نوم پر یو داخلي ساختماني شرکت برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې لوموړی دوو تنو ځانمرګي بریدونه کړي او پاتې درې نور حمله کوونکي تر نهه ساعته نښتې وروسته د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

خوګیانی وايي، چې په دغه برید کې د یاد ساختماني شرکت ۱۶ تنه کارکونکي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې په ځای کې د افغان ځواکونو لخوا چاڼیز عملیات روان دي.

د ننګرهار د والي ویاند همدارنګه زیاتوي چې د پېښې له ځایه دوه ځانمرګي‌ واسکټونه، یو موټر بم او یو شمېر لاسي بمونه د افغان ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.

دغې ساختماني ودانۍ ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو مرکز او هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر پروت دی.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دغه ساختماني شرکت هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بهرنیو ځواکونو ته ودانۍ جوړولې.

تر دامهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا برید پر داسې مهال کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني‌ د ننګرهار ګاونډي ولایت کونړ ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG