د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش راډیو بیا خپرونې پیل کړې


د اچین ولسوال غالب مجاهد هم مني، چې د داعش راډیو یو ځل بیا خپلې خپرونې پیل کړي دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد هم مني، چې د داعش راډیو یو ځل بیا خپلې خپرونې پیل کړي دي.

له دې وړاندې هم د داعش راډيو په ننګرهار کې پر همدغې اوسنۍ فریکونسۍ خپرونې لرلې، خو نژدې یوه میاشت مخکې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې دغه راډیو له منځه وړل شوې وه او د چارواکو په وینا د خپرونو چلوونکي یې هم وژل شوي وو.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي امریکا غږ ته وویل، دغه راډیو هر سهار اوه نیمې بجې پیلېږي او د یو ساعت لپاره خپرونې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ددې راډیو خپرونې تر ډېره د حکومت خلاف تبلیغ او داعش ډلې ته د خلکو رابللو ته ځانګړې دي.

د اچین ولسوال غالب مجاهد هم مني، چې د داعش راډیو یو ځل بیا خپلې خپرونې پیل کړي دي.

هغه وايي په خپله یې هم ددې راډیو خپرونې اوریدلي دي.

ولسوال غالب زیاتوي، چې دغه راډیو ممکن د شینوارو له ولسوالیو څخه خپل نشرات کوي، خو دغه خپرونې یې د تبلیغاتو لپاره خطرناکې ګڼلې دي.

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي، چې دغه نشرات څو ورځې وړاندې اورېدل شوي او کشفي ټیم یې د ځای معلومولو پسې هڅې کوي، چې له منځه یې یوسي.

د شهادت راډیو او حکومت ضدې خپرونې

له دې سره سره چې د ننګرهار په ولایت کې د داعش راډیو بیا ځلې خپلې خپرونې پیل کړي دي، ددغه ولایت په شینوارو ولسوالیو کې د شهادت په نوم یوه بله راډیو هم د تېرې څه مودې راهیسې د حکومت پر ضد او د پاکستاني طالبانو د مشر منګل باغ پر پلوۍ خپرونې کوي.

منګل باغ اوس مهال د لښکر اسلام په نوم د یوې ډلې مشري کوي او د ننګرهار حکومتي چارواکو ویلي منلې، چې د پاکستاني طالبانو دغه مشر اوس د داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.

د شینوارو اوسېدونکي وايي د شهادت راډیو یې اورېدلې او پکې د حکومت پر ضد تبلیغ کوي.

دغه راډیو هر ماښام د یو ساعت لپاره خپرونې لري.

د اچین ولسوال غالب مجاهد د شهادت راډیو نشرات هم مني او وايي له ډېرې مودې راهیسې دغه راډیو فعاله ده.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په ولایت کې د داعش ډلې فعالیت د پخوا په شان ډېر نه دی او تېره اونۍ د ننګرهار چارواکو ویلي و، چې داعش ډلې کونړ ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG