د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د خلکو توجه پولیو واکسین ته زیاته شوی - مسؤولین


عکس-ارشیف
عکس-ارشیف

په ننګرهار کې د هغو سیمو خلکو د ګوزڼ واکسین ته توجه زیاته کړې چې پخوا په کې د ګوزڼ پېښې او محیطي سمپلونه مثبت شوي و.

د دې تر څنګ د عامه پوهاوي کچه هم زیاته شوی ده او خلک اوس ډیره توجه کوي چې ماشومان یې واکسین شي.

د ننګرهار د یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکو له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې د پولیو د پېښو د ثبت او محیطي سمپلونو د ثبت وروسته مسؤولینو په یاده برخه کې پاملرنه زیاته کړې چې په پایله کې یې ټولې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین پر وخت تطبیقوي.

د ننګرهار اوسیدونکی، طارق شباب په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "مسؤولینو او د پولیو اړوند ادارو ختیځ ته ډېره پاملرنه کړې ده، دلته وخت پر وخت باندې فرعي او ملي کمپاینونه ترسره شوي دي، او هغه ماشومان چې عمرونه یې تر لس کلونو پورې رسیدلي دي ټول په ټوله واکسین شوي دي."

نوموړی زیاتوي چې داسې سیمه نه ده پاتې چې هلته دې د پولیو یا ګوزن واکسین نه وي شوي یا نه وي رسیدلي.

همدارنګه یو بل ولسي وګړی، کامران وايي چې د منکرو کورنیو شمېر کم شوی دی او هغه خلک اوس خپلو بچیانو ته د ګوزڼ واکسین ورکوي چې پخوا به یې نه ورکول.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "د پولیو په اړه عامه پوهاوی ډېر زیات شوی دی، مخکې چې په کومو سیمو کې د پولیو واکسین نه تطبیق کیده، هلته د پولیو ټیمونه ورغلي او هلته یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړۍ او د دغېمریضۍ زیانونه یې ورته بیان کړي دي."

ښاغلي کامران زیاته کړه، اوس خلکو کې مثبت بدلون راغلی، ټول خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین کوي اوهمدا د دې عامه پوهاوي برکت دی چې د هغه منکرې کورنۍ چې مخکې به یې خپلو زامنو ته واکسین نه کول اوس ټول خپلو ماشومانو او زامنو ته واکسین کوي.

ځینو واکسیناتورانو بیا امریکا غږ ته وویل، وړاندې له دې چې په ننګرهار او کونړ کې د پولیو پېښې نه وې ثبت شوې، خلکو پولیو یوه بابیزه ناروغي ګڼله او د خپلو ماشومانو ژوند ته به یې هیڅ پاملرنه نه کوله.

د سیمې واکسیناتور، حامد همدرد په دې هکله وویل: "اوس چې کومو سیمو ته د واکسین د کمپاین پر وخت ورځو، ډېر تغییرات احساس کوو، خلک خپل ماشومان پاک ساتي او چاپیریال ته هم ډېره پاملرنه کوي. د نوموړي په وینا، په تېرو کمپاینونو کې به چې مونږه راتللو نو ساحې به ډېرې چټلې وې، خو اوس پاک او منظم دي."

بلخوا، له دې لپاره چې ځینې کورنیو ته د کور د ننه د واکسین کولو لپاره هم رسېدنه وشي، د ښځينه واکسناتورانو په شمېر کې هم د پام وړ زیاتولی راغلی دی او ګڼې واکسناتورانې په دندو ګمارل شوي دي.

د کونړ اوسېدوونکې، آسیا بیا امریکا غږ ته وویل: "په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال آباد او ګڼو ولسوالیو کې چې وړاندې به ورته هغه ډول چې په کار وو د عامه پوهاوي پروګرامونه نه رسیدل. خو اوس ښار او ولسوالیو کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې د ښځینه واکسیناتورانو شمېر زیات شوی او تر هر کور رسیدنه کولای شي."

ولسي خلک دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په ختیځ کې د ګوزڼ ضد اونیز کمپاین پیل شوی دی او هڅه دا ده چې د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ټول ماشومان واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG