د لاس رسي وړ اتصالات

د بهسودو د خونړۍ پیښې تورن په جرم اعتراف وکړ


د ننګرهار چارواکو ویلي، چې د یوې کورنۍ د اته غړو د مرموزې وژنې په تور یې څو کسان نیولي دي چې په نیول شویو کسانو کې یو یې هغه دی چې فکر کېږي ددغې کورنۍ پر غړو یې د توپانچې ډزې کړي دي.

د لیندۍ په ۲۳ نېټه د بهسودو ولسوالۍ د میرزا کلا سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي په مرموز ډول وژل شوي و، چې یوه پکې دوه میاشتنۍ ماشومه وه.

په دغو وژل شویو کسانو کې د کورنۍ مشر یوسف خان ،د هغې مور، مېرمن، ځوي او څلور لوڼې شاملې وې.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي مازیګر ناوخته یوې خبري ناستې ته وویل، چې قاتل عمراخان نومېږي او د وژل شوې کورنۍ د مشر یوسف خان ناسکه وراره دی.

ښاغلي کندزي وویل: "چا چې دغه جنایت کړی و، هغه ونیول شو او په جرم یې اعتراف وکړ. دغه اته کسان همدې یو کس وژلي وو".​

هغه وايي د دغې پېښې پر شک یې پنځه کسان نیولي و، چې یو ددغه پېښې اصلي عامل و.

کنفرانس ته د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وویل، چې ددې کورنۍ د غړو وژونکی عمراخان د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ نه د یوسف خان او کورنۍ وژنې پسې راغلی و.

هغه وویل "دغه کس د یوسف وراره و او پخوانۍ اړیکې یې ترینګلې وې. د یوسف د کورنۍ د مستقیمې ادعا سره او د عمراخان د اقرار سره سم مالومه شوه چې دغه قتل عمراخان کړی دی او مونږ سره ویډیو ګانې او ټول اسناد موجود دي".

نوموړی وايي قاتل د یوسف په کور کې مېلمه و چې د شپې ناوخته یې دغه کورنۍ په ټي ټي تومانچه وژلې ده.

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي، چې هڅه کوي نیول شوی کس په علني توګه محاکمه کړي څو نورو ته عبرت شي، خو معلومه شي، چې محکمه د دغه کس په مسله څه ډول فېصله کوي.

XS
SM
MD
LG