د لاس رسي وړ اتصالات

په ارګون کې په کرونا وایروس د معتادینو د اخته کېدو اندېښنه


په ارګون کې په کرونا وایروس د معتادینو د اخته کېدو اندېښنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د پکتیکا د ارګون اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې په کرونا وایروس د معتادینو د اخته کېدو په اړه اندېښمن دي او وايي چې دولت تر اوسه د معتادینو لپاره هیڅ تدابیر په پام کې نه دي نیولي.

د پکتیکا د ارګون اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې په کرونا وایروس د معتادینو د اخته کېدو په اړه اندېښمن دي او وايي چې دولت تر اوسه د معتادینو لپاره هیڅ تدابیر په پام کې نه دي نیولي.

دوی زیاتوي، چې په ارګون کې زیات شمېر معتادین راغونډېږي او آن تر یو څادر لاندې په ساعتونو ساعتونو مخدرات کاروي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس ډاکتر اسدالله رسولي وايي، چې تر اوسه یې د معتادینو لپاره څه نه دي کړي، خو پلان لري چې د هغوی د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې دواپاشي وکړي.

هغه وايي "هڅه کوو چې د امکان تر بریده یې یو ځای راټول کړو او د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره تدابیر ورته ونیسو".

په پکتیکا کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه د معتادینو د را ټولېدو سیمې ته نږدې ثبت شوې، تر اوسه په دغه ولایت کې د کرونا وایروس دوولس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
XS
SM
MD
LG