د لاس رسي وړ اتصالات

محمد رحمان: پلار ته مې نشه يي توکي راوړل خو زه په اخته شوم


محمد رحمان: پلار ته مې نشه يي توکي راوړل خو زه په اخته شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

محمد رحمان چې په کابل کې د تنکیو معتادو ځوانانو د درملنې په مرکز کې بستري دی وايي وروسته له هغه په نشو اخته شو چې پلار یې د نشه يي توکو په پېرودلو پسې لېږی.

محمد رحمان چې په کابل کې د تنکیو معتادو ځوانانو د درملنې په مرکز کې بستري دی وايي وروسته له هغه په نشو اخته شو چې پلار یې د نشه يي توکو په پېرودلو پسې لېږی.

دغه تنکی معتاد چې ۱۵ کلن دی، په چرسو، هېرویینو او شیشې روږدی دی او د دویم ځل لپاره په دې مرکز کې بستر شوی ترڅو ځان له نشه يي توکو وژغوري.

هغه وايي "پلار مې راته پیسې راکولې چې منډه کړه سګریټ راوړه، منډه کړه نصوار راوړه، په درېیمه ورځ ما هم نصوار واچول، په نصوارو اخته شوم، بیا مې سګریټ وڅکل، همداسې په شیشې او پوډرو اخته شوم".

محمد رحمان له دې مخکې هم په دې مرکز کې بستري وو خو له درملنې وروسته یې بیا نشه يي‌توکو ته مخه کړه.

هغه دا ځل نیت کړی چې ۹ میاشتې په دې مرکز کې خپله درملنه کوي او بېرته به عادي ژوند او زده کړې پیلوي.

XS
SM
MD
LG