د لاس رسي وړ اتصالات

جان محمد: پر اور پروت وم خو په ځان نه پوهېدم


جان محمد: پر اور پروت وم خو په ځان نه پوهېدم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

جان محمد چې له شلو کلونو راهیسې په نشه یي توکو روږدی دی وايي په دې موده کې یې څو ځله د نشو د خوشې کولو هڅه کړې خو بریالی شوی نه دی.


جان محمد چې له شلو کلونو راهیسې په نشه یي توکو روږدی دی وايي په دې موده کې یې څو ځله د نشو د خوشې کولو هڅه کړې خو بریالی شوی نه دی.

جان محمد اوس شاوخوا څلوېښت کلن دی، په نشو کې د خپل تیر شوي ژوند افسوس کوي.

هغه وايي "شپه او ورځ دلته پراته یو، بدبختي مو منلې خاص د دغه مردار شي لپاره. نن یو سپی ارزښت لري خو موږ یې نه لرو. دیارلس ځله مې په ایران کې خوشې کړل، اخیر ځل مې تر دوو کلونو و نه څکول، د عمه زوی مې راباندې بیا وڅکول، هماغه یو دود دې ځای ته ورسولوم".

جان محمد شاوخوا درې کاله مخکې د پل‌سوخته لاندې په اور سوځېدلی چې د سوځېدو ټپونه یې لا هم نه دي رغېدلي.

هغه د پېښې کیسه داسې کوي "پنځه شپږ شپې مې خوب نه و کړی باران ورېدی، لاړم د پل لاندې چې له باران بچ شم، هلته مې تزریق (د نشو ستنه) وکړ ډېر زیات نشه شومه، پر اور ولویدم، پښه، لاس او غاړه مې وسوځېدل".

دی وايي درې ساعته پر اور پروت وو خو په ځان نه پوهېدی.

جان محمد له نورو ځوانانو غواړي چې له دې بد بوټي ځانونه وساتي.
XS
SM
MD
LG