د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله: خلک مې مېرمنې ته زما د اعتیاد پېغورونه ورکوي


حزب الله: خلک مې مېرمنې ته زما د اعتیاد پېغورونه ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د میدان وردګ اوسېدونکی حزب الله ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و خو هلته یې د کوټې ملګرو په نشه يي توکو اخته کړ.



د میدان وردګ اوسېدونکی حزب الله ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و خو هلته یې د کوټې ملګرو په نشه يي توکو اخته کړ.

حزب الله وایي کله چې کلي ته راستون شو، یو کال وروسته یې کورنۍ په دې خبره شوه چې هغه په نشه يي توکو اخته دی.

هغه وايي ډېر خواشینۍ دی چې په کور او کلي یې درنښت له لاسه ورکړ او خلک یې آن مېرمنې ته د معتادۍ پېغور ورکوي.

له حزب الله څخه یې مېرمنې غوښتي چې نور له نشه يي توکو لاس واخلي، هغه د همدې لپاره اوس د معتادینو د درملنې روغتون کې ځان بستر کړی او هیله لري چې بېرته به عادي ژوند ته ګرځي.

هغه وايي "ډېر پښېمانه یم چې ولې؟ دا د ځان بربادي ده، د جامعې بربادي ده. له ډېرو میاشتو وروسته چې به کلي ته لاړم به لسو کسانو کې به دوه کسانو پوښتنه راسره کوله ځکه معتاد وم. مېرمن مې وايي چې چېرته لاړه شم او د معتاد خبره یاده شي زه ډېره خجالته کېږم که ته دا عمل پرېږدې زما به سر لوړ شي"

حزب الله پر ځوانانو غږ کوي چې له نشه يي توکو ځان لرې وساتي او په لوی لاس خپل خوږ ژوند خراب نه کړي.
XS
SM
MD
LG