د لاس رسي وړ اتصالات

محمد جان: که کار راته پیدا شي، نشې پرېږدم


محمد جان: که کار راته پیدا شي، نشې پرېږدم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ یو معتاد محمد جان وايي په لسګونه ځله یې د نشو پرېښودلو هڅه او درملنه کړې خو بیا هم نه دی بریالی شوی.

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ یو معتاد محمد جان وايي په لسګونه ځله یې د نشو پرېښودلو هڅه او درملنه کړې خو بیا هم نه دی بریالی شوی.

هغه له ۲۲ کلونو راهیسې پوډر څکوي او په دغه وخت کې یې شاوخوا دېرش ځله په بېلا بېلو سیمو کې درملنه کړې، خو خپلې سیمې او کور ته په راتګ سره بیا په اخته شوی دی.

د محمد جان تره او د کورنۍ دوه نور غړي هم په نشو اخته دي، چې ده ته یې د نشې پرېښودلو چاره لا سخته کړې ده.

هغه وايي " په کال کې یې څو میاشتې پرېږدم، خو بیا وایم راځه یو ځل یې وڅکوه، بیا به یې نه څکوم، خو بیا په اخته شم".

محمد جان وايي چې بېکاري او نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې هغه هر ځل بېرته په نشو اخته کیږي.

وايي که کار ورته پیدا شي نو نور به له نشو لاس واخلي او بېرته به عادي ژوند ته وګرځي.
XS
SM
MD
LG