د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادینو په منځ کې یو کاروباري معتاد


د معتادینو په منځ کې یو کاروباري معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

په نشه يي توکو روږدی احمد فواد د کابل سرای شمالي په یوه غونډۍ کې چې د معتادینو د راټولېدو دېره ده، د نشه يي توکو د کارولو وسایل پلوري.

په نشه يي توکو روږدی احمد فواد د کابل سرای شمالي په یوه غونډۍ کې چې د معتادینو د راټولېدو دېره ده، د نشه يي توکو د کارولو وسایل پلوري.

هغه وايي چې له دې لارې نه یوازې د خپلې نشې خرچه، بلکې د کورنۍ لګښتونه هم پوره کوي.

احمد فواد چې له دوولسم ټولګي فارغ دی پر معتادینو ښیښې، لایټر، زربلق، سګرېټ او نور د اړتیا وړ توکي پلوري.

هغه وايي "درې کاله کیږي چې د شیشې څکول مې شروع کړي، له بدفعله ملګرو سره مې سروکار و، خپلو دوستانو او انډیوالانو په نشه اخته کړم".

احمد فواد وايي د نشه يي توکو د مخنیوي او د معتادینو د کمولو لپاره په کار ده چې حکومت د لویې کچې د قاچاقبرو او مافیايي ډلو فعالیتونه بند کړي.

هغه وايي له دې سره د ټیټې کچې او د سرکونو د سر پلورونکي خپله ورکیږي.

په نشه يي‌توکی روږدی دغه ځوان وايي ډېره هڅه کوي چې خپله کورنۍ له نشه يي توکو لرې وساتي، وايي نه غواړي چې د هغوی ژوند هم د ده په څېر خراب شي.
XS
SM
MD
LG