د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وایروس: په کابل ښار کې دوه سوه معتادین راټول کړل شول


کرونا وایروس: په کابل ښار کې دوه سوه معتادین راټول کړل شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

افغان حکومت د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره له تېرې اوونۍ راهیسې د معتادینو د راټولولو کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې یوازې په کابل ښار کې څه باندې ۱۲۰۰ معتادین راټول او د درملنې په مرکزونو کې بستر کړي دي.

افغان حکومت د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره له تېرې اوونۍ راهیسې د معتادینو د راټولولو کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې یوازې په کابل ښار کې څه باندې ۱۲۰۰ معتادین راټول او د درملنې په مرکزونو کې بستر کړي دي.

د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو د دغه کمپاین په ترڅ کې نن د سې‌شنبې په ورځ د مارچ په اومه (وري ۱۹) د کابل په پل سوخته سیمه کې تر ۲۰۰ معتادین راټول او د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړل.

د دغه وزارت د مخدره موادو د غوښتنې کچې راټیټولو د درملنې د څانګې مسول عارف وفا امریکا غږ ته وویل چې معتادین په ډېره آسانۍ د کروناوایروس د خپرېدو لامل کېدلی شي او له همدې امله د یوې طرحې پر اساس ټاکل شوې چې په افغانستان کې ټول بې‌سرپناه معتادین راټول او بستر شي.

ډاکټر وفا زیاته کړه "پروګرام په دې شکل دی چې د جمهوري ریاست د حکم پر اساس او د خپل ظرفیتونو په نظر کې نیولو سره موږ هغه معتادین چې کورونه نه لري راټول کړو او خپلو صحي مرکزونو ته د درملنې په موخه او د وایروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر انتقال کړو".

ښاغلي وفا وویل چې تر اوسه په معتادینو کې د کرونا وایروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې هم د دواشیندنې تر څنګ روغتیايي تدابیر نیولي دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تر اوسه په افغانستان کې ۴۲۳ تنه په کرونا وایروس اخته شوي، داسې اندېښنې شته چې دا وایروس په معتادینو کې چې په ډله ییز شکل اوسیږي، خپور نه شي.
XS
SM
MD
LG