د لاس رسي وړ اتصالات

معتادین: څوک باور نه کوي چې موږ کار هم کولای شو


معتادین: څوک باور نه کوي چې موږ کار هم کولای شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

په نشه یي توکو روږدي وايي څوک باور نه پر کوي چې کار ورکړي، چې له همدې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په نشه یي توکو روږدي وايي څوک باور نه پر کوي چې کار ورکړي، چې له همدې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ یو معتاد عبدالرحیم وايي چې د ټولې کورنۍ سرپرستي ور د غاړې ده، خو نه شي کولای چې یو کار پیدا کړي.

هغه چې مېرمن او اووه اولادونه لري وايي دومره پیسې نه لري چې خپل شخصي کار پېل کړي.

عبدالرحیم وايي " له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، غواړم کار وکړم، د کار کولو وړتیا هم لرم، خو څوک باور نه راباندې کوي".

هغه وايي تر معتادۍ وړاندې ژوند یې ډېر ښه و، خو اوس یوازې خپل ځان هم نه شي ساتلای.

عبدالرحیم وايي د معتاد تر ژوند مرګ ډېر ښه دی، ځکه کورنۍ او بچیان به یې پاته وي او دی به په نشو پسې ګرځي.

په نشه يي توکو دغه معتاد له خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو غواړي چې نشو ته نږدې نه شي او په لوی لاس خپل ژوند خراب نه کړي.
XS
SM
MD
LG