د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني په زندان کې په نشه يي توکو د بندیانو پر اخته کېدو اندېښنې


د غزني په زندان کې په نشه يي توکو د بندیانو پر اخته کېدو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

په غزني کې یو شمېر خلک او د ولایتي شورا استازي وايي چې د دغه ولایت په زندان کې ورځ تر بلي په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي.

په غزني کې یو شمېر خلک او د ولایتي شورا استازي وايي چې د دغه ولایت په زندان کې ورځ تر بلي په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي.

دوی وايي‌چې په دغه زندان کې زندانیان د رواني فشار ترڅنګ نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی هم لري.

د غزني د ولایتي شورا وکیل حسن رضا یوسفي تور لګوي چې ددغه زندان ساتونکي تر بندیانو نشه يي‌توکي رسوي.

هغه وایي " له دولت څخه غواړو چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره په جدي ډول لاس په کار شي او د هغه کسانو مخه ونیسي چې زندان ته نشه يي توکي قاچاقوي".

خو د غزني چارواکي که څه هم تر یوه بریده دغه ستونزه مني خو وايي چا ته اجازه نه ورکوي چې زندان ته نشه يي توکو ولېږدوي.

د غزني والي وحید الله کلیمزی وايي چې د غزني په زندان کې که یو- دوه داسې موارده وي چې زندانیانو ته دې نشه يي توکي رسېدلي وي خو په ټوله کې موږ د دغې ستونزې مخنیوي ته جدي یو.

هغه وایي " همېشه مو مسئولینو ته دغه سپارښتنه کړې چې بندیانو ته د نشه يي توکو د رسېدو مخنیوی وکړي او هغوی له نشه يي توکو وساتي".

د افغانستان زندانونو ته د نشه يي توکو قاچاق یوه جدي ستونزه بلل کیږی، د زندانونو چارو ادارې څه موده وړاندې د هغو پولیسو د نیولو خبر ورکړی و چې د بادغیس زندان ته یې نشه يي توکي لېږدول.
XS
SM
MD
LG