په ننګرهار کې د نشه يي توکو معتادین وايي له یوې خوا په روغتون کې د ډېرو کسانو تداوي نه کېږي او له بلې خوا بې کاري د دې لامل شوې چې په دغه ولایت کې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې زیات شي.
په دغه ښار کې په نشه يي توکو معتادین ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، دوی وايي ډېر یې له بې روزګارۍ په دغه عمل اخته شوي اوپه روغتونونو کې یې په سمه توګه درملنه نه کېږي.
د جلال اباد ښار بېلابېلو سیمو کې د شپې او ورځې ګڼ معتادین د ژوند بدې شېبې تېروي.
په نشه يي توکو اخته محمد عالم وايي که درملنه یې وشي او کار ورته پیدا شي، نو بېرته به عادي ژوند ته راوګرځي.
هغه وايي " زما په څېر ډېر ځوانان له بې زوګارۍ په دغه شي اخته شوي دي او موږ ډېر ځوریږو. زما شپاړس کاله کېږي چې پوډر او شیشه څکوم، خو بس بې روزګاري وه او شروع مې کړل اوس یې هیڅ لاره نه راځي چې څنګه یې پرېږدم، نو دولت دې موږ روغتون ته بوځي".
دغه معتادین وايي چې ډېر یې په کورونو کې سرپرستان هم دي او د کور نفقه ور په غاړه ده، خو وايي که روغتون ته ولاړ هم شي او کار ونه لري، بیا ځل پرې اخته کېږي.
په نشه ييتوکو روږدی ګل رسول وايي " زه د کور سرپرست یم واړه بچیان مې دي، نور تنګ شوی یم له دې ژونده په مرګ خوشحاله یم، الله دې رحم وکړي، زه جوالي یم اوس بوجۍهم نشم وړلای،ملا مې خوږېږي بس ژوند دی تېروو یې".
روغتیايي مسئولین هم مني دا چې بېکاري زیاته ده، ډېری معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د معتادینو یونیم سل بستریز روغتون کې هره یوه نیمه میاشت کې د ۱۵۰ کسانو درملنه کېږي چې د دې ولایت لپاره بسنه نه کوي.
دوی مني که دغو کسانو ته له تداوۍ وروسته د روزګار غم ونه خوړل شي نو بیا ځل په نشه يي توکو اخته کېږي.