د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې معتادین د ساقیانو مخنیوی غواړي


کندهار کې معتادین د ساقیانو مخنیوی غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په کندهار کې د نشه يي توکو بستر شوي معتادین وايي چي دولت دې د نشه يي توکو د پلورونکو د فعالیت مخه ونیسي.

په کندهار کې د نشه يي توکو بستر شوي معتادین وايي چي دولت دې د نشه يي توکو د پلورونکو د فعالیت مخه ونیسي.

دغه معتادین وايي چې له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته سمدستي بېرته د همدې کسانو چې ساقیان یې بولي، له امله په نشو اخته کیږی.

په کندهار کې د نشه يي توکو د معتادینو د شمېر زیات والي تر بل هر وخت اوس یوه جدي ستونزه بلل کیږي، هغه معتادین چې اوس تر درملنه لاندې دي وايي چې د نشه يي توکو د پلورونکو یا ساقیانو د کاروبار مخنیوی د ستونزي اساسي حل لاره ده.

د کندهار د معتادینو د درملنې په روغتون کې بستري ګلاب خان وايي چې ډېری معتادین تر درملنې وروسته د نشه يي توکو د پلورونکو له امله بېرته نشو ته مخه کوي.

هغه وايي " دا اوس چې زه له دې روغتون څخه ور ووځم ساقي مې په مخ کې ولاړ دی او زما په وجود کې هم د اعتیاد تاثیرات موجود وي دستي بېرته په نشه اخته شم، دا یوه لویه ستونزه ده هر څومره مصرف چې زموږ په درملنه وشي هغه په هیڅ بدل شي".

ځینې معتادین بیا ادعا کوي چي د ښار په ځینو برخو کې د نشه يي توکو پلور په عام ډول روان دی او دولت يې په مخ نیوي کې پاته راغلی.

دوی وايي که پولیس او نور بنسټونه په جدي توګه په دې باب ګامونه پورته کړي د ډېرو کسانو ژوند ژغورلای شي.

په نشه يي توکو روږدی جمعه الدین وایي "مخکې به ما دوه او درې ساقیان پيژندل اوس تر پنځوس زیات پيژنم که په ښار کې يې کاروبار پوليس هم ویني خو د یوه مخه نیسي او بل ته څه نه وايي دا زموږ لپاره لویه مسئله ده تر څو چي د ساقیانو مخه ونه نیول شي موږ به پدې ستونزه کې را ګیر یو".

د کندهار د پوليسو مسئولین هم ستونزه مني خو وايي چي پر ضد يې جدي هلي ځلي کوی.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارګزی وايي چې دوی په دې وروستیو کې د ښار په بیلا بیلو برخو کې څو تنه د نشه يي توکو د پلور په جرم نیولي او عدلي ادارو ته يې ور پيژندلي.

هغه وايي‌ "د پوليسو ټولو حوزو ته امر شوی چې د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې خپل پام زیات کړي موږ هره اونۍ ګرفتارۍ لرو چې ساقیان مو له نشه يي توکو سره یو ځای لاس په لاس نیولي موږ په دې برخه کې خپل کوښښونه زیات کړي".

د کندهار ښار اوسیدونکې هم له زیاتېدونکو معتادینو اندېښمن دي او له حکومتي مسئولینو د نشه يي توکو پرضد د جدي او اغېزمنې مبارزې غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG