د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې یو کرنیز لابراتور په فعالیت پېل وکړ


په کندهار کې یو کرنیز لابراتور په فعالیت پېل وکړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

په کندهار کې د خصوصي سکتور په نوښت د کرنیزې ځمکې پېژندنې یو لابراتوار په فعالیت پېل کړی، د کرنې مسئولین تمه لري چې دغه لابراتوار به د کرنې د عصري کولو په برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

په کندهار کې د خصوصي سکتور په نوښت د کرنیزې ځمکې پېژندنې یو لابراتوار په فعالیت پېل کړی، د کرنې مسئولین تمه لري چې دغه لابراتوار به د کرنې د عصري کولو په برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت دغه لابراتور چې کرنیزې ځمکې به معاینه کوي او کروندګرو ته به هغه کښتونه په ګوته کیږي چې ښه حاصل ورکوی.

په دغه ولایت کې تر ډېره لا هم کرنه په عنعنوي ډول روانه ده، چې له امله یې ځینې کروندګر هر کال له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي

د کرنې مسئولین وايې چې دا په کندهار کې د کرنې د مېکانيزه کېدو پر لور یو مهم ګام دی، د کرنې ریاست د ځمکپېژندنې ادارې مسئول حضرت ولي ولي، وايي چې خصوصي سکتور د دغه لابراتور تر څنګ د کرنې د میکانیزه کولو لپاره نورې هڅې هم پېل کړي.

هغه وايي " عصري او پرمختللي کرنې ته د رسېدو لپاره دغه ډول مرکزونه مهم دي، هڅه کوو چې د عصري تخنیکي او فني وسایلو له لارې خپله کرنه لا پرمختللې کړو".

ځمکه وال وايې چي هر کال يې د نا مناسبي کرنیزې ځمکې له امله کښتونه او باغونه د نباتي ستونزو له امله ښه حاصل نه ورکوي.

د کندهار د باغ لرونکو د ټولنې مشر واي عبدالواسع وايي کله چې کروندګر په نورو کښتونو کې تاوان وکړي، نو بیا د نشه يي‌توکو کښت ته مخه کوي.

د نوي پرانیستل شوي کرنیز لابراتور مسئولین وايې، هڅه کوي د عصري کرنې په ترویج کې نوره پانګونه هم وکړي.

د دغه لابراتور مسئول سمیع الله نوري وايي د کندهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې یې څېړنې کړې، او هغه ناروغۍ یې موندې چې حاصل ته زیان اړوي.

هغه وايي " ډېر کله د کروندګرو حاصلات مرضونو له منځه وړي دي ځکه داسې یو لابراتوار یا مرجع نه وه چې مرضونه او ځمکې تشخیص او د کرنې په برخه کې ستونزې اوارې کړي".

د کندهار ځمکه وال وايې چې هر کال ډېری کروندګر د کرنیزو ناروغیو د خپرېدو له امله لوی زیان ویني او تمه لري چې د نوي لابراتوار کار به یې د دغو ستونزو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG