د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د تریاکو پخوانیو کروندګرو د مڼو باغونه جوړ کړي


په کندهار کې د تریاکو پخوانیو کروندګرو د مڼو باغونه جوړ کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

د کرنې مسئولین وايې چې په کندهار کې مڼو ښه حاصل ورکړی، چې نه یوازې باغوانانو ته ګټه رسوي بلکې ورسره د نشه يي توکو کښت هم کم شوی دی.

د کرنې مسئولین وايې چې په کندهار کې مڼو ښه حاصل ورکړی، چې نه یوازې باغوانانو ته ګټه رسوي بلکې ورسره د نشه يي توکو کښت هم کم شوی دی.

د نشه يي توکو پخواني کروندګر عصمت الله د پنجوايي په سره کلا کې د مڼو نوی باغ جوړ کړی او سږکال يې په لومړي ځل مارکېټ کې خپل حاصل پلورلی.

دی وايي چې پر څلورم کال يې باغ حاصل ورکړی او له هرې ونې یې شاوخوا پنځلس کیلو مڼې ترلاسه کړي دي.

هغه وايي "موږ دا باغ نوی اېښی چي اوس يې څلور کاله پوره کیږي ښه حاصل يې نیولی او د مارکېټ ستونزه هم نه لرو کندهار ښار او نورو سیمو ته وړل کیږي او خلک يې رانیسي".

د نشه يي توکو دا پخوانی کروند ګر وايي چي بیا به هیڅکله د نشه يي توکو کښت ونه کري، ځکه د مڼو له باغ څخه يې پرېمانه ګټه په لاس راوړې ده.

هغه وايي چې د زرو ونو دغه باغ يې په یو نیم ميلیون افغانۍ په اجاره ورکړی چې یو خوا یې تر تریاکو ګټه زیاته نو بل خوا له هغو اندېښنو بې غمه دی چې ګواکې پولیس به یې فصلونه واړوي.

عصمت الله وايي‌"تېر کال يې نښانه ښکاره کړې وه او سږکال هره درخته پنځوس سېبان حاصل نیولی چي دا يې څلورم کال دی زه به بیا هیڅکله د نشه يي توکو کښت ونکړم ځکه اوس مي ښه ګټه پيدا کړې".

د کندهار د کرنې ریاست وايي چې دلته مڼې د هیواد د نورو برخ په پرتله درې میاشتي مخکې حاصل ته رسیږي چي له دې کبله غوره کورنی مارکېټ لري.

د کرنېد کندهار د کرنې ریاست د ترویج مسئول انجینر محمدالله نوري وايي چېپه ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې تر ۳۰ زیات د مڼو لوی باغونه جوړ شوي دي.

هغه وايي "د کندهار مڼې په سنبله کې حاصل ور کوي خو د نورو سیمو سیببان په میزان کې بازار ته را وځي او کورنۍ غوره مارکېټ لري او ځينو باغ لرونکو ل زر درختو باغ څخه یو نیم میلیونه افغانی ګټه تر لاسه کړی".

په کندهار ښار کې د تازه مېوې پلورونکي وايي چې د دې ولایت مڼې پر ښه وخت مارکېټ رارسیږي او د ښه کيفیت له امله زیات رانیونکي هم لري.

کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه د کرونده ګرو تر ټولو لویه غوښتنه ده خو د کندهار مڼې چې د نورو ولایتونو په پرتله ۳ میاشتې مخکې بازار ته راوځي په مارکېټونو کې ښه بازار لري.
XS
SM
MD
LG