په کندهار کې د نشه يي توکو پخواني کروندګر چې اوس یې د شاتو د مچیو فارمونه جوړ کړي وايي چې نوی کار یې خوندي دی او هم ښه ګټه لري.
د شاتو د فارمونو جوړونکي چې دا مهال د حاصل په راټولولو بوخت دي وايي، که د شاتو بازار نور هم ښه شي، ډېری کروندګر به د کوکنارو کرلو پر ځای د شاتو فارمونو جوړولو ته مخه کړي.
په دغو فارمونو کې تر ډېره د تریاکو د کښت پخواني کرونده ګر او نېښګر په کار بوخت دی، چې له خپل نوي کار څخه خوښ دي او وايي ګټه یې هم ښه ده.
عبدالباري پخوا د تریاکو په پټیو کې د نېښګر په توګه کار کاوه، هغه وايي چې اوسنی کار یې خوندي دی او هم په دې خوښ دی چې خلکو ته یې تاوان نه رسیږي.
هغه وايي" که کروندګرو ته د نورو کښتونو د کرلو زمینه برابره شي او مرسته ورسره وشي نو هیڅوک به د تریاکو کرلو ته زړه ښه نه کړي، او که کار وي نو څوک به نېښګرۍ ته هم لاړ نه شي".
د شاتو په فارمونو کې په کار بوخت هر یو د خپلي ښې ګټې وټې خبره کوي او وایي چې په نوي کارو بار کې يې اقتصادي وضعیت ښه شوی.
عبدالخالق چې پخوا یې کوکنار کرل، وايي چې د کوکنارو په کښت کې کار کول اوس ورته یوه خاطره ده او د شاتو راټولولو له کاره خوشحاله دی.
د عسلو په فارم کې په کار بوخت دغه کارکوونکو ته اوس د تریاکو کښت او نېښ یو زهرجن کاروبار ښکاري او وایي چې د شاتو کار نه یوازې دوی ته له اقتصادې بلکې خلکو ته د روغتیا له اړخه هم ګټه کوي.
د تریاکو پخواني کروندګرو چې اوس یې د شاتو فارمونو او تولید ته مخه کړې، له دولت څخه غواړي چې محصولاتو ته یې بازار پیدا کړي.
دوی وایي که د حلالو محصولاتو بازار ښه شي، ډېری کروندګر به د کوکنارو له کرلو لاس واخلي.