د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د مالوچو په کروندو کې د بې وزلو ښځو کار


ننګرهار: د مالوچو په کروندو کې د بې وزلو ښځو کار
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

په ننګرهار کې د کانال اداره وايي د بې وزله مېرمنو لپاره یې په شپېته جریبه ځمکه کې د پنبې د کر زمینه برابره کړې ده چې دا مهال یې فصل حاصل ته رسېدلی دی.


په ننګرهار کې د کانال اداره وايي د بې وزله مېرمنو لپاره یې په شپېته جریبه ځمکه کې د پنبې د کر زمینه برابره کړې ده چې دا مهال یې فصل حاصل ته رسېدلی دی.

دوی وايي ددې کار بله موخه یې دا ده چې په لرې پرتو سیمو کې خلک د کوکنارو پر ځای د پنبې کرلو ته وهڅوي.

د دې ادارې مسئولین وايي موخه دا ده چې په کور دننه د مالوچو حاصل زيات او هغه بې وزله او کونډې مېرمنې په لنډمهاله کار بوختې شي چې د کورنۍ د ګټې وټې يې څوک نشته.

د دې ادارې د اول فارم آمر انجینیر سید اغا میاخېل وايي دا کار یې ازمایښتي دی او وروسته به نوره پراختیا هم ورکړي.

هغه وايي "همدا اوس موږ سره د پنبې راټولولو کې تر ۲۵ مېرمنې کار کوي، د دې ترڅنګ ماشومان او سپين ږيري هم شته چې ټولو ته ورځ مزدوري ورکول کېږي، موخه مو دا ده چې دغو زياترو خلکو به پخوا د کوکنارو په پټو کې ورځ مزدوري کوله نو اوس مو له هغې چارې منع کړي او دلته کار کوي".

د کانال ادارې مسئولین وايي له دې لارې هڅه کوي خلکو ته وښيي پنبه د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي او هغوی د دې فصل کرلو ته مخه کړي.

دا مېرمنه چې له خپلې نږور او یتیمو لمسیانو سره کار کوي، وايي پخوا به د چپرهار ولسوالۍ ته په کوکنارو کې د کار کولو لپاره تله، خو اوس ورته دلته د کار روزګار زمینه برابره شوې ده.

د پنبې کروندګره نجیبه وايي "موږ اوس خوشاله یوو چې دلته راته کار پیدا شو او پنبه مو وکرله، خوشاله یوو فصل ښه شوی دی او ګټه به راته وکړي".

د کانال اداره وايي، که د پنبې د کښت حاصلات نورو کلونو ته زيات شي او دا چاره ګټه ورکړي نو په پلان کې ده چې د پنبې له دانو څخه د تيلو ويستلو او پروسس فابريکه هم جوړه کړي چې سلګونه کسانو ته به په دغه برخه کې د کار زمینه برابره شي.
XS
SM
MD
LG