د لاس رسي وړ اتصالات

د شیشې څکولو الې څنګه جوړیږي؟


د شیشې څکولو الې څنګه جوړیږي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

په شیشه روږدي معتادین د دغو موادو د څکولو لپاره یوې ځانګړې الې ته اړتیا لري چې له کوچنیو شیشه‌يي بوتلونو څخه جوړېږي.


په شیشه روږدي معتادین د دغو موادو د څکولو لپاره یوې ځانګړې الې ته اړتیا لري چې له کوچنیو شیشه‌يي بوتلونو څخه جوړېږي.

عبدالاحد چې له شاوخوا ۱۳ کلونو راهیسې په شیشه او نورو نشه يي توکو روږدی دی، د کابل په سرای شمالي غونډۍ کې دغه الې جوړوي او پر نورو معتادینو یې پلوري.

هغه وايي "دا یو دانه په دوه روپیو اخلو، همدغه عملیان یې راوړي، ګاز او نور لګښت ورباندې کوو څلور تر پنځو موږ ته تمامېږي بیا یې په لس خرڅوو، د خپل عمل پیسې په کې راباسو".

دا چې عبدالاحد ولې او څه ډول په نشه يي‌ توکو روږدی شو، هغه په دې اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې له اعتیاد وړاندې یې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده.
XS
SM
MD
LG