د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې سپي په نشو اخته شوي دي


په غزني کې سپي په نشو اخته شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:51 0:00

په غزني کې یو شمېر معتادین وايي له دوی سره په لسګونو داسې سپي اوسیږي چې معتاد شوي دي او وخت پر وخت د پوډرو او شیشې لوګي غواړي.

په غزني کې یو شمېر معتادین وايي له دوی سره په لسګونو داسې سپي اوسیږي چې معتاد شوي دي او وخت پر وخت د پوډرو او شیشې لوګي غواړي.

دغه معتادین وايي چې دغه سپي د پوډرو او شیشې د لوګي له اخیستلو سره ارامیږي‌ او کله چې نشه يي‌توکي نه وي نو په عذاب ښکاري.

نوروز چې له کلونو راهیسې په نشو معتاد دی وايي کله چې نشه کوي، نو دغه سپي راځي او د پښو منځ ته یې ننوځي، تر څو د نشه يي توکو لوګی ور ورسیږي.

هغه وايي " ډېر سپیان معتاد شوي دي، یو نه دی، دوه نه دي، ډېر دي، دا دلته چې څومره سپیان دي ټول معتاد دي، زموږ خوا ورته بدیږي".

نوروز وايي چې د زړه سوي له مخې دغو معتادو سپیانو ته د شیشې او پوډرو لوګی ورکوي.

معتادین وايي چې په غزني کې د معتادو سپیو شمېر پر ډېرېدو دی او دوی نه پوهیږي چې د مخنیوي لپاره یې څه وکړي.

په افغانستان کې په نشه يي‌توکو د روږدو کسانو د شمېر ورځ تر بلې زیاتوالی یوه جدي ستونزه ده، خو په دې وروستیو کې د کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم داسې سپي زیات شوي چې له معتادینو سره یو ځای اوسیږي او په نشو اخته شوي دي.
XS
SM
MD
LG