د لاس رسي وړ اتصالات

معتادین د نشو لپاره پیسې له کومه کوي؟


معتادین د نشو لپاره پیسې له کومه کوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

په ننګرهار کې یو شمېر معتادین د خسو او له ډیرانونو څخه د کباړو په راټولولو او پلورلو سره د نشه يي توکو لپاره پیسې پیدا کوي.

په ننګرهار کې یو شمېر معتادین د خسو او له ډیرانونو څخه د کباړو په راټولولو او پلورلو سره د نشه يي توکو لپاره پیسې پیدا کوي.

د دغه ولایت په غني خېلو کې معتادین د سرک د غاړې له ونو خس او پوستکې راټولوي، چې وروسته یې پر خلکو پلوري.

په نشه يي‌توکو یو روږدی محمد اسرار چې پوډر او شیشه څکوي، هره ورځ په ډېره خوارۍ له ونو خس او پوستکې راټولوي، هغه وايي چې له تېرو اتو کلونو راهیسې په نشه روږدی دی.

محمد اسرار چې په ایران کې په په پوډرو اخته شوی وايي‌ " چې کله ایران ته لاړم اپین مې شروع کړل، پیسې مې ګټلې او پر اپینو مې ورکولې، ځان مې ډېر خراب کړ".

د غني خېلو ولسوالۍ پورې تړلی مارکو بازار یو له هغه ځایونو دی چې د نشه يي توکو کاروونکي په کې په اسانۍ نشه يي‌توکي ترلاسه کوي.

معتادین وايي په ننګرهار کې نشه يي توکي په اسانۍ پیدا کولی شي، ځکه دلته یې خرڅوونکي ډېر دي.
XS
SM
MD
LG