د لاس رسي وړ اتصالات

په ۱۳۹۸ کال کې د مخدره موادو په زرګونو قاچاقبرانو ته سزا ورکړل شوې


په ۱۳۹۸ کال کې د مخدره موادو په زرګونو قاچاقبرانو ته سزا ورکړل شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

د مسکراتو او نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په تیر لمریز کال کې ۲۲۹۵ قاچاقبرانو ته یې نغدي او د حبس سزا ورکړې ده.

د مسکراتو او نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په تیر لمریز کال کې ۲۲۹۵ قاچاقبرانو ته یې نغدي او د حبس سزا ورکړې ده.

د مسکراتو او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد امریکا غږ ته وویل چې د تیر لمریز کال په اوږدو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور د ۱۵۲۳ کسانو دوسیې ورته سپارل شوي دي.

هغه وویل" په نیول شویو کسانو کې ۳۰ ښځې، ۱۰۲ دولتي مامورین، ۲۹ زده‌کوونکي‌ او محصلین او درې تنه بهرنیان شامل دي".

خالد موحد زیاته کړه په دې قضیو کې ۲۲۷ تنه د ۱۵ میرمنو په ګډون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه‌یي توکي لکه (هیرویین،چرس او ښیښه) په خپلو ګېډو او سفري بکسونو کې هندوستان او سعودي عربستان ته قاچاق کړي.

د ښاغلي موحد پر وینا عدلي‌ او قضايي‌ مرکز له وړم کال څخه د یو شمیر پاتې شویو قضیو په ګډون په ۱۳۹۸ کال کې ۲۳۶۲ تورنو کسانو قضیې څیړلي دي او ۲۲۹۵ قاچاقبرانو ته یې د نغدي جریمو ترڅنګ د حبس د مختلفو مودو سزا اورولې ده.

د دغه مرکز د معلوماتو په اساس ۶۹ تورن کسان چې په تړاو یې کافي اسناد موجود نه وو بې‌ګناه پېژندل شوي دي.

ښاغلي‌ موحد دغه راز وویل چې پولیسو په تېر لمریز کال کې نږدې ۱۸۶۰ کیلوګرامه هیروئین، څه باندې ۸۷۴ کیلوګرامه مورفین، شاوخوا ۳۱۵۶۷ کیلوګرامه اپین، څه باندې ۱۴۱۱۸۶ کیلوګرامه چرس، نږدې ۱۱۹۵ کیلوګرامه ښیښه (مت امفتامین)، ۴۶۹۵۲ کیلوګرامه بنګدانې، ۱۹۹۴۲۸ کیلوګرامه خشخاش، نږدې ۲۱۰۹۸ لیټره الکولي مشروبات او‌ شاوخوا ۴۱ کیلوګرامه K ټابلیټ نیولي‌ دي
XS
SM
MD
LG