د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې کروندګر حاصلاتو ته بازار غواړي


په کندهار کې کروندګر حاصلاتو ته بازار غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په کندهار کې د تریاکو کروندګر وايي که يې نورو زراعتي حاصلاتو ته یې ښه مارکېټ پيدا شي نو د تریاکو له کښت څخه به لاس واخلي.

په کندهار کې د تریاکو کروندګر وايي که يې نورو زراعتي حاصلاتو ته یې ښه مارکېټ پيدا شي نو د تریاکو له کښت څخه به لاس واخلي.

میوند د کندهار له هغو ولسوالیو څخه بلل کیږي چې د تریاکو زیات کښتونه په کې شوي، د دې ولسوالۍ کروندګر وايي که يې زراعتي محصولاتو ته بازار پيدا شي نو هیڅ کله به د کوکنارو کښت ونکړي.

کروندګر عبدالله د انګورو او انارو دوې باغچې لري خو وایي چې تېر کال يې زیات تاوان په کې وکړ او سږکال له مجبورۍ څخه د کوکنارو کښت ته اړ شو.

هغه وايي " زموږ حاصلات نه خرڅیږي، د خرڅلاو لپاره یې مناسب ځای نشته، تاوان په کې کوو، نو ځکه کوکنار کرو".

د تریاکو کروند ګر وایي د اقتصادي ستونزې له لاسه تریاک کري.

دوی وایي چې د کوکنارو د کښت زیانونه يې هم لیدلي خو په بل کښت کې نه تجربه لري او نه هم د ګټورو کښتونو په اړه چا معلومات ور کړي.

خیرالله د سیمي بل کروندګر دی چې تېر کال يې بهر ته د صادریدو پر وخت انار او انګور وراسته شوه او د لوړې مالیې له امله يې خپل سر هم باندې جوړ نکړای شو.

د تریاکو په پټیو کې زیاتره تنکي ځوانان په کار بوخت وي.

د تریاکو په پټیو کې بوخت نېښګر وايي چې بې روزګارۍ اړ کړي چې د تریاکو په کرل شویو پټيو کې کار وکړي.
XS
SM
MD
LG