د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو یو پخوانی سرتېری ولې په نشو اخته شو؟


د ملي اردو یو پخوانی سرتېری ولې په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

په پکتيا کې د ملي اردو يو پخوانی سرتېری وايي، غوښتل يې چې د اردو يو پياوړی او برجسته افسر شي، خو په نشو اخته کېدو يې دا هيله له خاورو سره خاورې کړې.

په پکتيا کې د ملي اردو يو پخوانی سرتېری وايي، غوښتل يې چې د اردو يو پياوړی او برجسته افسر شي، خو په نشو اخته کېدو يې دا هيله له خاورو سره خاورې کړې.

د پکتيا د مرکز ګردېز اوسېدونکی مجاهد چې څه موده مخکې د افغان ملي اردو سرتېری او په نشه يي توکو روږدی و، اوس مهال په ګردېز کې د معتادينو په دغه شل بستريز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هغه وايي، چې د تېرو اتو کلونو په موده کې يې هر ډول نشه يي توکي څکولي دي. ده غوښتل چې د اردو يو پياوړی او برجسته آفسر جوړ شي، خو نشې يې دا هيله له خاورو سره خاورې کړله.

هغه وایي "هيڅ شی مې هم سرته ونه رسول، ډېر انډيوالان مې په وظيفه کې رانه شهيدان شول. اوس چې پوډرو ته ګورم، نشې ته ګورم، که زه نشه يي نه وم اوس به صاحب منصبي ته رسيدلی وم، هغه وخت عسکر وم، عسکرۍ نه ظابطي ته ورسېدم، په ظابطي کې پسې پوډريان شولو، هر څه رانه پاتې شول".

د مجاهد په وينا، تر عسکرۍ مخکې په نشه يي توکو روږدی و، خو د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سختو جګړو په نتيجه کې د روحي فشار له کبله يې نشې ته نور زور هم ورکړ.

دی په دې اند و، چې د نشه يي توکو په څکولو سره به يې له اوږو څخه د ستونزو پيټی سپک شي، خو وايي خبر نه و چې په لوی لاس يې ځان د تباهۍ کندې ته وغورځاوه.

نوموړی وایي "نشې مې سل په سله ژوند تباه کړی دی. چې د ما اعتبار يې راخوړلی دی اتي نور ژوند زه څه کوم. يو سړی هم پر ما باور نه کوي، وايي چې دا معتاد دی، خو بايد ځانونه جوړ کړو بېرته".

په نشه يي موادو معتاد مجاهد دلته د معتادينو د درملنې په روغتون کې د ورزش ترڅنګ کله ناکله کتابونه هم مطالعه کوي، ترڅو خپلې کورنۍ ته له سالم فکر سره ستون شي.

هغه وايي، په داسې حال کې چې عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو موقع په لاس ورغلې، غواړي پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي او د هېواد د خدمت لپاره يې لوی کړي.

مجاهد وايي" که دغسې يې پرېږدو آينده يې خرابیږي. لکه څرنګه چې زموږ آينده خرابه شوه بايد د هغوی خرابه نه کړو. هغوی ښې لارې ته کش کړو، يو څه شی زده کړي. وطن خو خدمت وکړي".

د ملي اردو دا پخوانی معتاد سرتېری مجاهد له ټولو ځوانانو غوښتنه لري، چې د مخدراتو له استعماله لېرې واوسي او ځان پر سالمو مصروفيتونو بوخت کړي.
XS
SM
MD
LG