د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی پهلوان، اوسنی معتاد


پخوانی پهلوان، اوسنی معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

پخوانی پهلوان عبدالله چې شاوخوا درې لسیزې کیږي په نشه يي توکو اخته دی وايي چې د نشو له امله یې نه یوازې پهلواني پاته شوه بلکې له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان شو.


پخوانی پهلوان عبدالله چې شاوخوا درې لسیزې کیږي په نشه يي توکو اخته دی وايي چې د نشو له امله یې نه یوازې پهلواني پاته شوه بلکې له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان شو.

عبدالله چې یو وخت به یې په کابل کې د پهلوانۍ مسابقې کولې او غیږې نیولې اوس د پوډرو په لټه د دې ښار پر واټونو ګرځي.

هغه وايي "د نجیب په وخت کې چې مجاهدین راغلل موږ لاړو جلال اباد ته کډه شوو، له دې ځای نه ولاړو هلته د محاذ تنظیم سره یو ځای شوم، له لنډغرانو سره به ګرځېدلو چرس څکوه، چرسو پسې بنګ وهه هغې نه وروسته ظالمانو په پوډرو اخته کړم".

عبدالله وايي نه پوهېدی چې ملګرو یې د چرسو په نوم پوډر ورکول خو کله چې معتاد شو، نو پوه شو چې په پوډرو اخته شوی دی.

هغه وايي " موږ پرې نه پوهېدلو سګرېټ به یې ډکول او راکول یې، ویل یې چې دا واخله وڅکوه عبدالله دا ښه شی دی. ما به څکول،یو څو ورځې مې وڅکول، هډوکو مې درد کاوه ما ویل دا څنګه حساب دی ؟ چې دا نور چرس څکوم خوند نه راکوي، خو دا چرس چې څکوم درد مې ارام شي، هغوی ویل چې دا چرس نه دي بل شی دي، ما ورته وویل چې ته یې راښکاره کړه، ویل یې چې دا چرس له اپینو جوړیږي. یوه پوړۍ یې راښکاره کړه چې سپین رنګ یې وو، ما ویل دا څه دي ویل دا پوډر دي".

عبدالله پر ځوانانو غږ کوي چې له نشه يي توکو سره لوبې ونه کړي، هغه وایي نشې په لومړي سر کې ښې ښکارې خو وروسته مو ژوند
XS
SM
MD
LG