د لاس رسي وړ اتصالات

حضرت شاه: نشې مې پرېښودې، ژوند مې بدل شو


حضرت شاه: نشې مې پرېښودې، ژوند مې بدل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

په خوست کې د نشه يي توکو یو پخوانی معتاد وايي چې د نشو تر پرېښودو وروسته يې اوس ژوند ښه شوی دی، هغه له معتادینو غواړي چې باید له نشه یي توکو څخه د ژغورنې لپاره سالمه بوختیا پیدا کړي.

په خوست کې د نشه يي توکو یو پخوانی معتاد وايي چې د نشو تر پرېښودو وروسته يې اوس ژوند ښه شوی دی، هغه له معتادینو غواړي چې باید له نشه یي توکو څخه د ژغورنې لپاره سالمه بوختیا پیدا کړي.

د دغه ولایت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکي حضرت شاه پوره اتلس کاله نشه يي مواد وڅکول، خو د معتادينو په روغتون کې تر درملنې وروسته خپل کور کلي ته روغه سټه ستون شوی.

حضرت شاه وايي، په لومړيو کې يې نشه له چرسو پيل کړه او وروسته يې بيا د هر ډول مخدره موادو خوند وڅاکه، وايي د نشې پرمهال يې په کور کلي کې ژوند تريخ او له کړاوونو ډک و.

هغه وايي "په هغو وختونو کې مې ژوند ډېر په توره شپه کې و. پر مغزو به مې بوج و. دماغ مې خراب وو، جنګونه به مو کول. يعنې ښه وخت نه و. ښه خاطر مې نه وه. نه مې په کور کې ژوند روغ و، نه کلي او نه قوم کې. نشه چې څوک کوي ډېر غلط عمل دی".

دغه روغ شوی معتاد وايي، د دې لپاره چې له نشه يي توکو څخه په امن وي، بزګرۍ ته يې مخه کړې او په دې ورځو کې د شولو له فصل څخه د پالنې په خاطر پر پټيو ګرځي او د اوبو خيال يې ساتي.

حضرت شاه وايي "چې کله ښه شوی يم، په ژوند کې مې ډېر فرق راغلی دی. لکه مثال يو سړی چې مړی وي، بېرته را ژوندی شي، دومره فرق لري".

هغه په نشه يي موادو د روږدي کېدو تر ټولو غټ لامل بې روزګاري بولي او نورو تداوي شويو روږدو ته مشوره لري، چې مخدراتو ته د بيا نه ورګرځېدو په خاطر ځانونه په سالمو مصروفيتونو بوخت وساتي.

دغه پخوانی معتاد وايي "دی بايد د روږدو ډلو ټپلو نه ځان وساتي. دومره لږ کاروبار ځانته پيدا کړي چې خيال او فکر يې ترې بدل وي. يوه ورځ به پر ده داسې لړه راځي چې وبه وايي چې نن يې زه څکوم، خو بيا يې نه څکوم. که ده په هماغه ورځ دا کار وکړ، بس بيا دی په لومه کې ګير شو. بايد هغه لړه وزغمي".

که څه هم يو شمېر درملنه شوي روږدي کسان بېرته دغه عمل ته ورګرځي، خو حضرت شاه وايي، کلک هوډ يې کړی، چې بيا هيڅکله د نشه يي توکو مخ هم ونه ګوري.
XS
SM
MD
LG