د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو یو پخواني کروندګر، باغوانۍ ته مخه کړې


د نشه يي توکو یو پخواني کروندګر، باغوانۍ ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی سیدخان چې کلونه یې پر خپله ځمکه چرس کرل وايي وروسته له هغه یې له دې کاره لاس واخیستی چې د نشه يي توکو په زیانونو پوه شو.


د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی سیدخان چې کلونه یې پر خپله ځمکه چرس کرل وايي وروسته له هغه یې له دې کاره لاس واخیستی چې د نشه يي توکو په زیانونو پوه شو.

هغه اوس د غزني ښار د ښاروالۍ په پارک کې باغوان دی او د معاش په مرسته خپل ژوند پر مخ بیایي.

سیدخان وايي "مونږ په منطقه کې د انګورو باغونه هم درلودل او ترڅنګ مو بنګې او چرس هم کرل. نو کله چې په دې پوه شوو چې بنګې د خلکو، ټولنې او مسلمانانو په ضرر دي نو بیا مو لاس ترې واخیست. یو لک شپېته زره به د کال جوړېدلې، که به چرس قیمت شول پیسې به هم زیاتېدلې. خلک اوس هم د چرسو کښت کوي خو ما پرېښودل".

هغه وایي د باغوانۍ معاش یې بسنه کوي او په دې خوښ دی چې په ښار کې یې ماشومان ښوونځي ته ځي.

سیدخان وايي د نشه يي توکو د کرلو له پرېښودو وروسته له ژونده خوښ دی، هغه له نورو کروندګرو هم غواړي چې تریاکو او چرسو له کرلو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG