په کندهار کې یو شمېر هغه کسان چې مخکې به د نېښګرۍ لپاره نورو سیمو ته تلل اوس په خپله سیمه کې د سبزیجاتو د کښت په شنو خونو کې په کار بوخت دي.
د دغو کسانو شمېر لس ګونو ته رسیږي او وايي چې اوس له خپل نوي کار څخه خوښ دي.
په کندهار کې ټولټاله تر اوو سوو پورې د سبزیو د کښت شنې خونې فعالیت لري چې په هره یوه کې يې له پنځو څخه تر لسو تنو پورې په کار بوخت دي.
د ډنډ ولسوالۍ د سبزیو په یوه شنه خونه کې شپږ کسان په کار بوخت دي، چې پخوا نورو سیمو ته د نېښ وهلو لپاره تلل.
رېدی چې څو کلونه په پرلپسې توګه هلمند ته د تریاکو په کښتونو کې د مزرودی لپاره تللی وايي چې اوس يې په خپله سیمه کې د ژمي په موسم کې د سبزیو د کښت کاروبار ډيره وده کړې او ده ته یې هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
هغه وايي " اوس خوښ یم چې لرې ځایونو ته د تلو پر ځای په خپله سیمه کې کار کوم، کار مې هم ښه دی، خطر نه لري".
ځمکه وال وايې چې د شنو خونو کاروبار له اقتصادي پلوه د سیمي د اوسیدونکو پر ژوند ښه اغېز کړی او د حاصل پر وخت هم د مارکېټ اړتیا پوره کوي او هم ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
په ورته وخت کې د کندهار د کرنې رئیس حفیظ الله سیدي وايې چې دوی د کرنیزو پروژو د عملي کولو له لارې هڅه کوي چې د نشه يي توکو پر ځای غوره او حلال کښتونه ځمکه والو ته ور وپېژني.
کندهار ښار ته په نږدې پرتو ولسوالیو کې زیاتره کرونده ګر د نویو کښتونو او ساتنې په تجربو بوخت دي چې د سبزیو شنې خونې يې یوه نمونه ده.
کروندګر وايي که د غوره کښتونو د ترویج په برخه کې دولت ورسره مرسته وکړي نو د نشه يي توکو د کښت مخه په اسانی سره نیول کېدای شي.