د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وایروس: کابل کې معتادو نجونو ته د روغتیايي تدابیرو زده‌کړې


کرونا وایروس: کابل کې معتادو نجونو ته د روغتیايي تدابیرو زده‌کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په مرکز کې ډاکټران د معتادو نجونو د درملنې او روزنې ترڅنګ هغوی ته له کرونا وایروس څخه د ژغورنې روغتیايي تدابیر هم ښيي.

په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په مرکز کې ډاکټران د معتادو نجونو د درملنې او روزنې ترڅنګ هغوی ته له کرونا وایروس څخه د ژغورنې روغتیايي تدابیر هم ښيي.

د دغه پنځوس بستریز مرکز د درملنې د څانګې ډاکټره زحل وايي چې کرونا وایروس یوه خطرناکه ناروغي ده او د دې لپاره چې په مرکز کې بستري نجونې ورباندې اخته نه شي اړین تدابیر نیول شوي دي.

هغه وايي "موږ هره ورځ له نجونو سره کار کوو، نن موږ د حفظ‌ الصحې په اړه وغږېدو او ورته مو حفظ الصحه تشریح کړه چې څه ډول دوی کولی شي چې له کرونا وایروس څخه چې ټوله نړۍ یې نیولې ده دوی خپل ځان وساتي".

د آغلې زحل په وینا د حفظ الصحې سربېره په دې ټولګي کې ځوانو معتادو نجونو ته د مخدره موادو د زیانونو په اړه هم پوهاوی ورکول کېږي او همدا شان د ښوونځي درسي کدابونه هم ورته تدریس کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا وایروس له خپرېدو وروسته د معتادینو د درملنې ټولو مراکزو ته سپارښتنه کړې چې په دغو مرکزونو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس تر اوسه په معتادینو کې د کرونا وایروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
XS
SM
MD
LG