د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا: دیني عالمان د نشه يي‌توکو پر ضد خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي


پکتیکا: دیني عالمان د نشه يي‌توکو پر ضد خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

په پکتیکا کې د جوماتونو ملا امامان او دیني عالمان د جمعې د لمانځه په خطبو او له خلکو سره په لیدنو کتنو کې هغوی ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه لارښوونې کوي.

په پکتیکا کې د جوماتونو ملا امامان او دیني عالمان د جمعې د لمانځه په خطبو او له خلکو سره په لیدنو کتنو کې هغوی ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه لارښوونې کوي.

د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست وايي چې هره میاشت له دوی سره ثبت شویو ملا امامانو ته د نشه يي توکو پر ضد خطبې لېږي چې هغوی یې په جوماتونو کې خپلو مقتدیانو ته وړاندې کوي.

د دې ریاست اجرائيوي مدیر ګلاخان وايي په پکتیکا کې خلک تر ډېره د دیني عالمانو خبره اوري او د هغوی پر لارښوونو عمل کوي.

هغه وايي "د حج او اوقافو ریاست د نشه يي توکو پر ضد برخه هم لري او هر وخت په دې اړه دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره ناستې کوي او خلک له دیني اړخه د نشه يي‌ توکو د زیانونو په اړه پوهوي".

د مرکز ښرنې یو ملا امام ګلرالدین وايي چې خلکو ته یې د نشه يي توکو د حراموالي او زیانونو په اړه معلومات ورکړي چې ښې پایلې لري.

د پکتیکا چارواکي وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه یوازې د دولت نه بلکې د ټولنې د هر غړي مسئولیت دی او د همدې لپاره یې په بېلا بېلو اړخونو کې له خلکو همغږۍ رامنځته کړې دي.
XS
SM
MD
LG