د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د ټابلېټ کا د کاروونکو پر زیاتوالي اندېښنې


په خوست کې د ټابلېټ کا د کاروونکو پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د خوست پولیسو د ټابلېټ کا د جوړولو ځينې وسايل او نشه يي مواد نيولي دي، دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ټابلېټ کا د کاروونکو شمېر زیات شوی دی.


د خوست پولیسو د ټابلېټ کا د جوړولو ځينې وسايل او نشه يي مواد نيولي دي، دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ټابلېټ کا د کاروونکو شمېر زیات شوی دی.

پوليس وايي یو کس يې د ټابلېټ کا د جوړولو په تور د ځانګړو عملياتو پرمهال نيولی او د نشه يي توکو په تړاو له يو شمېر نورو نيول شويو کسانو سره يو ځای رسنيو ته وښودل شو.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل وايي چې له ياد کس سره دغه وسايل او يوه اندازه نشه يي توکي چې د ټابلېټ کا په جوړولو کې ترې استفاده کيږي، هم ترلاسه شوي دي.

هغه وايي"دا ټابلېټ کا موږ په يوه کور کې ونيول. مواد مو مرکز ته لابراتوار ته لېږلي چې وروسته له هغه ځای نه معلومات موږ ته راځي چې دا په کومه کچه دي. دا خود سازه دي او نشه يي مواد په کې دي".

د خوست پوليس داسې مهال د ټبلېټ – کا د جوړولو د دغو وسايلو د ضبط خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د ټبلېټ – کا د کاروونکو د شمېر ډېرېدو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

د خوست یو مدني فعال نقیب الله ځلاند وايي "دولت بايد د ټالېټ کا د مخنيوي لپاره لکه څه ډول چې لازمه ده په هماغه ډول اجراات وکړي. ولس بايد له دوی سره همکار شي، ترڅو هغه قاچاقبران چې ټابلېټ کا خرڅوي، ويې نيسي او زندان ته يې واچوي".

په ټابلېټ کا د معتادو کسانو د شمېر خاص ارقام نشته خو له نشه يي توکو سره د مبارزې مسؤلين وايي، چې زياتره کاروونکي يې ځوانان دي.

د نشه يي توکو د مبارزې مدیریت یو مسئول نظر محمد وایي "زیاتره هغه ځوانان دا استعمالوي چې جنسي هرمون يې پورته لاړ شي. په سلو کې ۷۵ فيصده ځوانه طبقه استعمالوي. ډېر زيات خطر لري. د شيشې او د ټابلېټ کا د استعمال خطر يو شان دی".

پوليس وايي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو او استعمال د مخنيوي لپاره يې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له خلکو څخه هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG