د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د انګورو لپاره د مارکېټ غوښتنه


کندهار: د انګورو لپاره د مارکېټ غوښتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي چې د مارکېټ د نه شتون له امله په ميلیونونو افغانۍ زیان ور اوښتی دی.

په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي چې د مارکېټ د نه شتون له امله په ميلیونونو افغانۍ زیان ور اوښتی دی.

دوی وايي دولت باید د تازه مېوو لپاره د مارکېټ په موندلو کې پر خپلو ژمنو ودریږي، وايي که له خپلو باغونو ګټه وکړي، نو هیڅ کروندګر به د نشه يي توکو کرلو ته مخه نه کړي.

سږکال د تازه مېوې په ځانګړي ډول د انګورو لپاره د مارکېټ د نشتوالي ستونزه بیا پر خپل ځای پاته ده او له دې امله یو من تازه انګور په سل افغانۍ پلورل کیږي.

د انګورو د باغ څښتن حاجي لعل جان وايې که حکومت ښه بهرنی مارکېټ ورته پیدا کړی، نو له خپلو حاصلاتو څخه یې پرېمانه ګټه اخیستای شوه.

هغه وايي "دا واښکي تاسو وګورئ که تر نړیوال مارکېټ پوري ورسیږي په لوړه بیه خرڅيږي خو زموږ سره حکومت پر کړو وعدو وفا نده کړې او بیا موږ ته ګوته نیسي چې ولې د نشه يي توکو کښت کوو".

د انګورو زیاتره باغ لرونکي پر دولت نیوکه کوي چې د تازه مېوې د صادراتو په برخه کې یې له دوی سره پر کړو ژمنو نه دی درېدلی.

باغ لرونکی حاجي نور محمد وايي "موږ کابل ته ولاړو وزارتونو ته مو خپل مشکلات وړاندي کړه خو په عمل کې دادی وینی چي د باغونو خرابیدو له وېري هڅه کوو په تاوان يې ور کړو نه هوايي دهلېز شته نه د ګاونډیانو سره مطمئنه لار، نو بزرګر خو مجبوره کیږي چي تریاک وکري او خپل د ځان لپاره یو ګوله ډوډی په پیدا کړي".

د تازه مېوې پانګه وال وايي چې لاهم د دوی ټوله تکیه د پاکستان پر مارکېټ ده، حاجي سعدالله خان د انګورو تجارت کوي.

هغه وايي له پاکستان سره د شپږو میاشتو لپاره ځمکنۍ لار تړلې وه او اوس هم دوی د چمن – سپین بولدک پر لار باندې ډېر ډاډه نه دي.

حاجي سعدالله وایي "ما د یو زر او پنځه سوه ميلیونه ميلیونه افغانیو په ارزښت د انګورو باغونه اجاره کړي باغ لرونکې يې له مالي زیان سره مخ دي او موږ هم یوازي خپل سر باندي برابره وو د پاکستان ټکس پر یوه لاری باندي څلورنیم لکه کلدارو ته پورته شوی او زموږ حکومت هم له کړو ژمنو څخه پر لس فیصده هم عمل ندی را سره کړی".

انګور تر انارو وروسته د کندهار له لویو حاصلاتو څخه دي او هرکال یې اندازه تر شل زره ټنه هم زیاته ښودل کیږي.

د انګورو باغ لرونکي له حکومت څخه غواړي چې د تجارت په برخه کې دې له ګاونډیانو هیوادونو سره پرتې ستونزي اوارې او د یوه باثباته مارکېټ په پیدا کولو کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
XS
SM
MD
LG