د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: معتادین وايي چې د درملنې امکانات باید زیات شي


کندهار: معتادین وايي چې د درملنې امکانات باید زیات شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کورنۍ د درملنې د مرکزونو زیاتوالی غواړي، په دغه ولایت کې چې د معتادینو شمېر په کې ورځ په ورځ په زیاتېدو دی، یوازې یو روغتون فعال دی.

په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کورنۍ د درملنې د مرکزونو زیاتوالی غواړي، په دغه ولایت کې چې د معتادینو شمېر په کې ورځ په ورځ په زیاتېدو دی، یوازې یو روغتون فعال دی.

د روغتیايي ادارو د شمېرو له مخې په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر تر ۲ سوه زره زیات دی. خو په دې ولایت کې د درملنې یوازې یو ۷۰ بستریز روغتون فعال دی، د ملالۍ په نوم د معتادینو په دې روغتون کې د ګوتو په شمېر کسانو ته د درملنې زمینه برابره ده.

نور اغا چې خپل پلار یې د درملنې لپاره روغتون ته راوستلی وايي چې د معتادینو د درملنې لپاره باید امکانات زیات شي.

هغه وايي "زما پلار په کور کې جنجال کاوه له ګاونډیانو سره به يې ستونزه وه له هیچا سره يې سم سلوک نه کاوه اوس مو دې روغتون ته را وستلی تر څو بستر شي او له نشې څخه خلاص شي".

په نشه يي توکو روږدی جمال الدین وايي ملالۍ روغتون کې تر درملنه لاندي معتادین وايي که روغتیايي امکانات زیات شي نو په نشه روږدي زیاتره کسان چمتو دي چي خپله درملنه پکښې وکړي.

هغه وايي "ما د نورو معتادینو څخه د دې ځای په اړه اوریدلي وو ما هم داخله واخیستل او اوس بستر یم زه غواړي چي داغسي شفاخاني زیاتي شي او ډیرو کسانو ته په کې د درملنې زمینه برابره شي".

په کندهار کې د نشه يي توکو د درملنې پدې روغتون کې هر معتاد د نشو د پرېښودو او درملنې لپاره دوه نیمي میاشتي د بستر موده تېره وي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د اعتیاد د برخي مسئول ډاکټر بلال کرامت وايي چي دوی په کال کې یوازي د ۴۸۰ معتادینو د بستر ظرفیت لري.
هغه مني چي په کندهار کې د معتادینو د شمېر په پرتله روغتیايي امکانات لږ دي.

ښاغلی کرامت وايي "په ۲۰۰۹ کال کې د کندهار د معتادینو شمېر تر یو سلو شل زره زیات وو چي اوس دا شمېر تر دوه لکه اوړي موږ یوازي د ملالۍ په روغتون کې د ۴۵ ورځو لپاره د ۷۰ معتادینو د بستر ظرفیت لرو چي دا د معتادینو شمېر ته په کتو محدود امکانات دي".

په نشه يي توکو د روږدو وکسانو د شمېر د زیات والي له امله د کندهار په ډنډ او سپین بولدک ولسوالیو کې هم د درملنې یو- یو مرکز فعالیت لري چي د ډنډ ولسوالۍ مرکز يې د پوليسو له لوري او د سپين بولدک د درملنې مرکز بیا د یوه ځايي اوسیدونکې له لوري اداره کيږي.

XS
SM
MD
LG