د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په ۲۰۲۰ کې د نشه‌يي توکو ۷۰ لوی قاچاقبر نیولي


افغان ځواکونو په ۲۰۲۰ کې د نشه‌يي توکو ۷۰ لوی قاچاقبر نیولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.

راپور وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو له امله د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه ټکنۍ شوې، خو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په روان میلادي کال کې د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره ۸۷ عملیات ترسره کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د نشه يي توکو ۷۰ تنه قاچاقبران نیول شوي او په زیاته اندازه نشه يي توکي د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار راپور ته په غبرګون کې وايي چې دغه راپور د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دې ځواکونو د ورځ تر بلې ځواک زیاتوالی ښيي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي " د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په تېره بیا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړي ځواکونه غوره ظرفیتونه او ځانګړنې لري او د نشه يي توکو پر وړاندې خپلواک عملیات چې په هېواد کې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې شمېرل کېږي، ترسره کوي".

ښاغلی ارین زیاتوي چې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزېد ځانګړو پولیسو د روان میلادي کال په عملیاتو کې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي ۱۵۰ ټنه چرس، څه باندې ۳۳۰۰ کیلوګرامه اپین، ۴۴۴ کیلوګرامه هیرویین او ۷۷ کیلوګرامه امفتامین نیولي دي.

XS
SM
MD
LG