د لاس رسي وړ اتصالات

د څلورو بچیانو مور، چې خپل خاوند په نشو روږدې کړې


د څلورو بچیانو مور، چې خپل خاوند په نشو روږدې کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

زهرا او څلور بچیان یې چې د هغې معتاد خاوند په غیر مستقیم ډول په نشو روږدي کړي دي، دا مهال په کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې تر درملنه لاندې دي.

زهرا او څلور بچیان یې چې د هغې معتاد خاوند په غیر مستقیم ډول په نشو روږدي کړي دي، دا مهال په کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې تر درملنه لاندې دي.

زهرا چې له هرات څخه ده، په کابل کې په یوه داسې کور کې چې یوه خونه لري له خپل معتاد خاوند، دریو لوڼو او یو زوی سره اوسېده.

زهرا وايي خاوند یې په کوټه کې تریاک څکول، چې لوګي یې دوی هم په غیر مستقیم ډول روږدي کړل.

هغه وايي " په یوه کوټه کې چې لوګی وي خامخا پر انسان اغېز کوي، خاوند مې پنځلس کاله کیږي چې روږدی دی، لومړی یې تریاک څکول، وروسته شیشه او اوس په پوډرو روږدی شوی دی".

زهرا وايي څو ځله یې خاوند بستر کړ چې نشه يي توکي پرېږدي، خو له څو ورځو وروسته به یې بیا نشو ته مخه کړه.




XS
SM
MD
LG