د لاس رسي وړ اتصالات

په نشه يي توکو روږدې د شپږو اولادونو مور


په نشه يي توکو روږدې د شپږو اولادونو مور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

په کندهار کې په نشه روږدې د شپږو اولادونو مور چې خاوند یې په نشو اخته کړې له خپلې کورنۍ بېله د سختیو ورځې او شپې تېروي.

په کندهار کې په نشه روږدې د شپږو اولادونو مور چې خاوند یې په نشو اخته کړې له خپلې کورنۍ بېله د سختیو ورځې او شپې تېروي.

ملکه چې له خپلې کورنۍ سره د بیا یو ځای کېدو هیله لري، دا مهال کړاوونو ډک ژوند تېروي او وايي که يې درملنه وشي غواړي بیرته خپل پخواني ژوند ته ور وګرځي.

هغه چې له تېرو لسو کلونو راهیسې په نشه يي‌توکو اخته ده، د نشې له امله د خپل ژوند ټولې خوښۍ له لاسه ور کړي او آن اولادونه يې هم اوس ورڅخه بېل شوي دي.

ملکه وایي چې په نشه د اخته کېدو لامل يې خاوند وو چې په کور کې يې نشه يي توکي کارول.

هغه وايي " زه ځوانه وم، خاوند مې زوړ و، له همدې امله یې په نشو اخته کړم".

ملکه وایي چي په پيل کې يې له نشه يي توکو څخه کرکه لرل خو د خاوند د نشه يي توکو د زیات استعمال له امله داهم معتاده شوه.

د هغې لویه هیله اوس د نشه یي توکو پرېښول او له خپلو بچیانو سره یو ځای کیدل دي چې په دې لار کې د مرستې غوښتنه کوي.

په کندهار کې د نشه يي توکو د معتادینو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، چې د ډېرو په باور د نارینه معتادینو له امله د هغو د کورنیو ډېری ښځې او ماشومان هم اوس په نشه یي توکو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
XS
SM
MD
LG