د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان کروندګر له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي


د نورستان کروندګر له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

په نورستان کې چې تازه د افغانستان ملي پارک اعلان شوی، کروندګر وايي لا هم په عنعنوي ډول باغداري کوي چې ښه حاصلات نه ورکوي.

په نورستان کې چې تازه د افغانستان ملي پارک اعلان شوی، کروندګر وايي لا هم په عنعنوي ډول باغداري کوي چې ښه حاصلات نه ورکوي.

دوی وايي حکومت ورسره د باغونو په جوړولو کې مرسته نه ده کړې، دغه کروندګر له حکومت څخه غواړي چې د باغونو لپاره دوی ته د ښه کیفیت نیالګي ورکړي.

پنځه څلوېښت کلن مطیع الله د نورستان په کانتیوا کې ژوند کوي، هغه وايي له نیکونو ډېره ځمکه ور پاتې ده چې د میوه دارو ونو باغونه یې په کې کرلي، خو حکومت ورته تر اوسه د باغ لپاره یو نیالګی هم نه دی ورکړی.

هغه وايي " د زراعت مسئولین څوک نه دي راغلي، زموږ سره چا مرسته نه ده کړې، موږ له حکومت څخه غواړو چې دلته د ارزونې لپاره کسان راولیږي او زموږ سره د کرنې په برخه کې مرسته وکړي".

نورستان چې څه موده وړاندې افغان حکومت، د دریو نورو سیمو تر څنګ د افغانستان ملي پارک ونوماوه، د کر لپاره ډېره ځمکه نه لري، خو د غرونو په سرونو کې یې د اوبو پرېماني ده چې د باغونو جوړېدل په کې په اسانۍ کېدای شي

کروندګر وايي د غوزانو، مرخڼیو او نورو مېوو باغونه یې جوړ کړي، خو د حاصلاتو خوند یې نشته، له حکومته غواړي چې دغې سیمې ته د نویو باغونو جوړولو کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

د نورستان د کرنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز، پارون او دوو نورو ولسوالیو کې یې شپږ سوه جریبه باغونه جوړ کړي خو مني چې د ختیځ او لویدیځ نورستان په پنځو نورو ولسوالیو کې کار نه دی شوی.

د کرنې ریاست وايي هڅه کوي چې پاتې ولسوالیو کې هم دغه ډول پروژې پلې کړي، دوی وايي په دې ولایت کې کروندګر نشه يي‌ توکي نه کري او د ځمکو ښو حاصلاتو ته به یې نوره هم پاملرنه زیاته کړي.
XS
SM
MD
LG