د کندهار او شاوخوا ولایتونو هغه زرګونه کاریګر چې د تریاکو په پټیو کې د نېښ وهلو لپاره د هلمند ولایت بېلا بېلو سیمو ته تللي ول اوس خپلو سیمو ته راستانه شوي دي.
دغه نېښګر وايې چې له یوه پلوه يې مزدوري لږه وه او له بل پلوه په ناامنه سیمو کې د کار پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ شول.
د کندهار ښار په جنوبي څنډه باغ پل کې یوه ډله کسان چې تازه د تریاکو د کښت له سیمو څخه را ستانه شوي وايي په ساعتونو یې پلی منزل کړی دی.
دغه نېښګر وايي چې له يوه پلوه يې ټيټ اقتصاد او له بل پلوه بې روزګارۍ اړ کړي چي د تریاکو د کښت سیمو ته په خوارۍ مزدورۍ پسې لاړ شي.
له هلمند څخه د را ستانه شويو دغو نېښګرو شمېر زر ګونو ته رسیږي چې د بېلا بېلو ولایتونو اوسیدونکې په کې شامل دي.
سږکال هر نېښګر د تریاکو د نېښ وهلو له لاري تر ۱۵ زره افغانیو پوري مزدوري کړې ده.
تورجان چې هلمند ته د نېښ لپاره تللی و، وايي ګټه يې لږ ده خو سختۍ يې ډېرې دي.
هغه وایي " د نېښ ګټه هم اوس نشته، یخ و، باران و، ډېرې پیسې راڅخه د تګ او راتګ پر کرایو لاړې".
د تریاکو زیاتره کښتونه سږ کال په هغه سیمو کې شوي چې د طالبانو تر واک لاندې دي.
د تریاکو نېښګر وايې چې په یادو سیمو کې دوی د خپل کار پر مهال له زیاتو ستونزو سره هم مخ شوي دي.
دغه نېښ ګر د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د وضع شوي قرنطین له امله په لارو کې بند پاته شوي دي، چې تر اوږد مزل وروسته اوس کندهار ته رارسېدلي دي.
د تریاکو له پټيو څخه د حاصل را ټولو لپاره هر کال زر ګونه کسان د تریاکو د کښت سیمو ته د کار لپاره ځي.
د تریاکو په کښتونو کې زیاتره هغه کسان په کار بوخت وي چې بل کار روزګار نه لري او دا د کار کولو یوازنۍ موقع بولي.