د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشوم نېښګرو د راتلونکې په اړه اندېښنې


د ماشوم نېښګرو د راتلونکې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

په کندهار کې بېکارۍ او فقر ډېری تنکي ځوانان اړ کړي چې د تریاکو په پټیو کې کار وکړي، دغه کسان وايي که بل کار ورته پیدا شي نو نېښګرۍ ته به زړه ښه نه کړي.

په کندهار کې بېکارۍ او فقر ډېری تنکي ځوانان اړ کړي چې د تریاکو په پټیو کې کار وکړي، دغه کسان وايي که بل کار ورته پیدا شي نو نېښګرۍ ته به زړه ښه نه کړي.

د تریاکو په پټیو کې زیاتره نېښګر خپله په نشه يي توکو اخته کیږي، چې د تنکیو ځوانانو د راتلونکې په اړه یې اندېښنې راپورته کړي.

۱۵ کلن عبدالله یو له هغو ماشومو کاریګرو څخه دی چی د تریاکو په پټیو کې په نېښګري بوخت دی.

هغه چې د ښونځي زده کونکی دی وايي چې د کورنۍ ټيټ اقتصاد دې کار ته اړ کړی.

هغه وايي " که یو بل کار را پیدا شي، یا مې څوک د کور غم وخوري، نو د نېښ کار نه کوم، او یوازې به خپلو سبقانو ته توجه کوم".

دا یوازې عبدالله نه دی چې د اقتصادي ستونزو له لاسه یې د تریاکو په پټو کې د نېښګرۍ سخت کار ته مخه کړې، بلکې ګڼ‌شمېر تنکي ځوانان د نېښ وهلو په موسم کې د تریاکو په پټیو کې لیدل کیږي.

شنونکي وايي د تریاکو په پټیو کې د ماشومانو کار هغوی نه یوازې له رواني اړخه ځوروي بلکې ډېری یې د همدې کار له امله د تریاکو په نشو اخته کیږي.

په افغانستان کې چې ورځ تر بلې په کې معتادین پر ډېرېدو دي، د تریاکو په پټیو کې د تنکیو ځوانانو کار کولو اندېښنې راپورته کړي.

تر اوسه د تریاکو له پټیو د تنکیو ځوانانو د مخنیوي کومه هڅه هم نه ده لیدل شوې.
XS
SM
MD
LG