د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې کروندګر د چرسو د بدیل لپاره له دولت څخه مرسته غواړي


پکتیا کې کروندګر د چرسو د بدیل لپاره له دولت څخه مرسته غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

د پکتيا هغه کروندګر چې چرس کري، له دولت څخه غواړي چې د بديلو کښتونو د ودې او پرمختيا په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د پکتيا هغه کروندګر چې چرس کري، له دولت څخه غواړي چې د بديلو کښتونو د ودې او پرمختيا په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د دغه ولایت په سيدکرم، احمدابا، اريوب ځاځي او په ځينو نورو سيمو کې د چرسو کرل عام دي.

د سيمې اوسېدونکي د کرنې او مالدارۍ برخې پر دولتي ادارو نيوکه لري، چې ګوندې په سيمه کې يې ورته د چرسو د بديلو کښتونو د ودې او پرمختيا لپاره لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د اریوب ځاځي ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر عبدالبشیر ځوانمل وايي ځمکې داسې نه دي‌ برابرې شوي چې څو فصلونه ورکړي.

هغه وايي " د خپلو اقتصادي ستونزو پر اساس دوی د چرسو کرکیله کوي، دوی ته دا زمینه نه ده برابره شوې چې شنې خونې جوړې کړي، چې له خپلو ځمکو څو فصلونه واخلي او پر خپلو پښو ودریږي".

که څه هم د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې د ميوه لرونکو باغونو، د زعفرانو ترويج، د غنمو توزيع او د ځينو نورو بديلو کرهڼو په برخه کې يې کار کړی، خو نيوکه دا ده چې دولت لا هم د چرسو د کر په مخنيوي نه دی برلاسه شوی.

د کرنې او مالدرۍ رئيس محمدالدين مومند له خلکو غوښتنه لري، چې هغو کښتونو ته مخه کړي، کوم چې د زراعت د مسؤلينو له لوري د مخدراتو د بديلو کښتونو په توګه توصيه کيږي.

هغه وايي" بهترين شی چې غنم دي، جوار دي، همدارنګه سبزيجات چې لوبيا ده، بلخصوص په اريوب ځاځي کې ډېر ښه کچالو لرو، چې ښه نوم لري. لوبيا هم همداسې. نو زما غوښتنه دا ده چې حلال کښت ته توجه وکړي".

د پکتيا په سيدکرم، احمدابا، اريوب ځاځي او په ځينو نورو سيمو کې د چرسو کر عام دی.

باور دا دی چې د چرسو توليد، قاچاق او استعمال د نورو نشه يې توکو کښت، کاروبار او استعمال ته زمينه مساعدوي.
XS
SM
MD
LG