د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په درملتونو کې د ټابلیټ کا د پلور ادعا


د پکتیکا په درملتونو کې د ټابلیټ کا د پلور ادعا
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

د پکتیکا اوسېدونکې ادعا کوي چې په دې ولایت کې یو شمېر درملتونونه ټابلیټ کا او په ناقانونه ډول نور نشه يي درمل پلوري.

د پکتیکا اوسېدونکې ادعا کوي چې په دې ولایت کې یو شمېر درملتونونه ټابلیټ کا او په ناقانونه ډول نور نشه يي درمل پلوري.

د پکتیکا د مرکز ښرنې اوسېدونکی نقیب الله وايي په نشه يي توکو روږدي کولای شي په ډېره اسانۍ له درملتونو ټابلیټ کا او ممنوعه نشه يي درمل ترلاسه کړي.

هغه وايي پولیس او د عامې روغتیا مسئولین باید دې ستونزې ته پاملرنه وکړي او د نشه يي توکو د پلور مخه ونیسي.

خو د درملتونو مسئولین دا ادعاوې ردوي او وايي چې هیڅ ډول نشه يي توکي نه پلوري او نه هم په درملتونو کې ممنوعه درمل لري.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست رئیس ډاکټر اسدالله رسولي بیا وايي کېدای شي په پټ ډول ځیني درملتونونه هغه نشه يي درمل چې معتادین یې د نشې په توګه کاروي پلوري خو وايي چې وخت پر وخت د درملتونو څارنه کوي.
XS
SM
MD
LG