د لاس رسي وړ اتصالات

په معتادینو کې د کرونا وایروس پر خپرېدو د ارګون د خلکو اندېښنې


په معتادینو کې د کرونا وایروس پر خپرېدو د ارګون د خلکو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

که څه هم تر دې مهاله په پکتیکا کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو د دغه ولایت د ارګون اوسېدونکي بیا په معتادینو کې د کرونا وایروس له خپرېدو څخه په وېره کې دي.

که څه هم تر دې مهاله په پکتیکا کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو د دغه ولایت د ارګون اوسېدونکي بیا په معتادینو کې د کرونا وایروس له خپرېدو څخه په وېره کې دي.

د ارګون اوسېدونکي وايي چې معتادین په ځینو سیمو کې په زیات شمېر راټولیږي، او دا د دې لامل کیږي چې نورو ته هم وایروس ژر ولېږدوي.

د ارګون اوسېدونکي نیک محمد مجاهد د روغتیا پر مسئولینو غږ کوي چې له دغو سیمو معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته یې ولېږدوي.

خو د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس ډاکتر اسدالله رسولي وايي، چې په ارګون ولسوالۍ کې یې د معتادینو څارنې ته یو ځانګړی ټیم ګومارلی.

هغه وايي "معتادین هره ورځ سکرین کېږي، چې په کرونا د اخته کېدو مخنیوی یې وشي."

دا مهال په پکتیکا کې یو تن په کرونا وایروس اخته شوی، خو په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۴۴۴ ته رسېدلي.
XS
SM
MD
LG