د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: کروندګر وايي چې سږ کال د کوکنارو په کښت کې ګټه نشته


ننګرهار: کروندګر وايي چې سږ کال د کوکنارو په کښت کې ګټه نشته
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

په ننګرهار کې کروندګر وايي چې د افغان ځواکونو له خوا د هیروینو د فابریکو تر ویجاړولو وروسته، د اپینو نرخ دومره رالوېدلی چې دوی په کې ګټه نه شي کولای.

په ننګرهار کې کروندګر وايي چې د افغان ځواکونو له خوا د هیروینو د فابریکو تر ویجاړولو وروسته، د اپینو نرخ دومره رالوېدلی چې دوی په کې ګټه نه شي کولای.

دوی وايي له همدې امله ډېری کروندګرو د کوکنارو له کرلو مخ اړولی، او نورو کښتونو ته یې مخه کړې ده.

کروندګر وايي چې پخوا د خوږیاڼو، شیرزادو ولسوالیو تر څنګ په ځینو سیمو کې د هیروینو د تولید فابریکې فعالې وې، چې ورسره د کوکنارو او افینو کاروبار هم ښه و، خو کله چې حکومت پر دغو فابریکو هوايي او ځمکني عملیات وکړل، دغه فابریکې له منځه لاړې.

کروندګر ذاکرالله چې پر خپل پټي یې کوکنار کرلي، وايي چې له همدې امله د تریاکو سوداګرې هم ورسره کمزورې شوې.

هغه وايي " پخوا په کوکنارو کې ګټه ښه وه، خو اوس یې خوند نشته، سیر په یې په لس زره دی، زما پټی چې ډېر وکړي نو څلور- پنځه سیره به وکړي چې دا ماته واره نه کوي".

دوی وايي چې د هیروینو د فابریکو کمښت د دې لامل شوی چې سوداګر یې تریاک په کمه بیه اخلي چې له همدې امله ډېری کروندګرو د کوکنارو پر ځای نورو حلالو فصلونو ته مخه کړې ده.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي چې د افغان ځواکونو تر عملیاتو وروسته په دغه ولایت کې د کوکنارو کر له دیارلسو څخه شپږو ولسوالیو ته محدود شوی دی، چې ورسره د نشه يي توکو تولید او کروبار هم کم شوی دی.
XS
SM
MD
LG