د لاس رسي وړ اتصالات

شپاړس کلن محمد ثاقب څنګه په نشه يي توکو اخته شو؟


شپاړس کلن محمد ثاقب څنګه په نشه يي توکو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

په کابل کې د معتادو ځوانونو د درملنې په مرکز کې بستري محمد ثاقب چې د ښوونځي زده کوونکی دی وايي چې خپلو ملګرو په نشه يي توکو اخته کړی دی.

په کابل کې د معتادو ځوانونو د درملنې په مرکز کې بستري محمد ثاقب چې د ښوونځي زده کوونکی دی وايي چې خپلو ملګرو په نشه يي توکو اخته کړی دی.

هغه وايي شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې له خپلو ملګرو سره لومړی چرس وڅکول او له هغه وروسته یې د شیشې څکولو ته مخه کړه.

محمد ثاقب وايي "ملګري وو، راټول شوو سره ناست وو، یوه ورځ مې ملګري د نشو په اړه راته وویل، زه هم بې‌عقل شوم نه پوهېدم کله چې مې یو دود کش کړ، هماغه اول دود خوند راکړ او ورباندې اخته شوم".

دغه ځوان معتاد وايي کله چې یې مور ورباندې پوه شوه چې نشه يي توکي څکوي او معتاد شوی دی، په کابل کې یې د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستر کړ.

محمد ثاقب چې د لسم ټولګي زده کوونکی دی وايي پلار یې هم معتاد وو او په کور کې به یې د دوی په مخ کې هیرویین او شیشه څکول، خو پلار یې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ورک دی.

هغه وايي کله چې روغ شو خپلو درسونو ته دوام ورکوي او په راتلونکې کې غواړي چې ډاکټر یا ژورنالیست شي.
XS
SM
MD
LG