د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په ښرنه کې د معتادینو د درملنې روغتون جوړ شوی


د پکتیکا په ښرنه کې د معتادینو د درملنې روغتون جوړ شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي چې په ښرنه کې د معتادینو د درملنې د شل بستریز روغتون د جوړېدو کار نږدې خلاص شوی، خو د بودیجې د نشتوالي له امله به راتلونکی کال فعالیت پېل کړي.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي چې په ښرنه کې د معتادینو د درملنې د شل بستریز روغتون د جوړېدو کار نږدې خلاص شوی، خو د بودیجې د نشتوالي له امله به راتلونکی کال فعالیت پېل کړي.

د عامې روغتیا رئيس ډاکټر اسدالله رسولي وايي چې د دغه روغتون د جوړېدو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی، خو د پرسونل لپاره د معاشاتو او بودیجې د نشتون له امله روان کال فعالیت نه شي کولای.

هغه وايي" د دې روغتون لپاره د تشکیل غوښتنه مو د عامې روغتیا له وزارت څخه کړې، خو مالیې وزارت ورته ویلي، چې بودیجه نه لري او کېدای شي په راتلونکي کال کې ورته بودیجه منظوره کړي".

رسولي وايي په پام کې لري، چې په خیرکوټ ولسوالۍ کې هم د معتادینو د درملنې لپاره نوی روغتون جوړ کړي، او په نشه يي توکو د روږدو شمېر را کم کړي.

د پکتیکا له ۱۸ ولسوالیو څخه یوازې په ارګون کې د معتادینو لپاره ۲۰ بستریز روغتون فعالیت کوي، چې د روغتیايي مسوولینو په خبره یوازې د ارګون لپاره هم بسنه نه کوي.
XS
SM
MD
LG