د لاس رسي وړ اتصالات

ټولنیز فعالان: په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه باید ګړندۍ شي


ټولنیز فعالان: په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه باید ګړندۍ شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

د پکتیکا مدني فعالان وايي، چې لا هم د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې نشه يي‌توکو کرل کیږي او پر وړاندې یې دولتي‌مبارزه ټکنۍ ده.

د پکتیکا مدني فعالان وايي، چې لا هم د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې نشه يي‌توکو کرل کیږي او پر وړاندې یې دولتي‌مبارزه ټکنۍ ده.

مدني فعال مقتصد ستړی وايي چې د پکتیکا په خوشامند، اوومنه او ورڅېرمه ولسوالیو کې د تمباکو او چرسو کرکېله کېږي او ورځ تر بلې یې د کروندګرو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

هغه وايي "دغه کښتونه تر ډېره د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کېږي او دولت یې تر اوسه مخه نده نیولې".

مدني فعال عبدالروف ذهین د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د دولت کړنې د قناعت وړ نه بولي او وايي چې که څه هم په تېر ژمې کې امنیتي ځواکونو درې ځلې عملیات وکړل، خو په هغو سیمو کې لا هم د چرسو کرکېله نه ده درېدلې.

هغه وايي چې دولت دې د دغه بد بوټې کښتونه له منځه یوسي او تر څنګ دې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړ کړي.

خو د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمدارین وايي، چې امنیتي ځواکونو څو ځله عملیاتونه کړي او په سلګونه ټنه چرس او د چرسو د پروسس فاربریکې یې له منځه وړي دي.

د پکتیکا امنیتي او دفاعي ځواکونو له تېر ژمې راهیسې په ډیله او خوشامند کې د عملیاتو پر مهال د چرسو د پروسس ګڼې فابریکې له منځه یووړې او نږدې ۹۰ ټنه خام چرس یې هم وسوځول، خو په دغه ولسوالۍ کې اوس هم د چرسو کرکېله روانه ده.

XS
SM
MD
LG