د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد د مدني فعالانو هڅې


په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد د مدني فعالانو هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

په پکتیکا کې د مېلمه مدني ټولنې غړي وايي، چې په دغه ولایت کې خلکو ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه بېلابېل پروګرامونه او د عامه پوهاوي لويي او وړې غونډې جوړوي.

په پکتیکا کې د مېلمه مدني ټولنې غړي وايي، چې په دغه ولایت کې خلکو ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه بېلابېل پروګرامونه او د عامه پوهاوي لويي او وړې غونډې جوړوي.

د دغه بنسټ یو مسئول او د مېلمه راډیو د نشراتو مدیر ثمرګل ثمر وايي چې تر اوسه یې د پکتیکا ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د نشه يي توکو د روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو په اړه له خلکو سره غونډې جوړې کړې دي.

ثمر وايي بنسټ یې په پکتیکا ولایت کې د ایف ایم راډیو له لارې په میاشت کې څو ځله د بېلابېلو خپرونو له لارې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، ډاکټرانو، ښوونکو او مدني فعالانو له خولې ولس ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي او دغې چارې تر اوسه ښه نتېجه ورکړې ده.

هغه وايي "موږ له هرې لارې هڅه کوو چې له نشه يي توکو څخه خلک او په ځانګړي ډول ځوانان راوګرځوو، زیات شمېر معتادین مو په ارګون کې روغتون ته معرفي کړي چې درملنه یې وشي".

د دغه ولایت یو اوسېدونکی جمال الدین الهام هم وايي، چې د دینې عالمانو تر څنګ مدني فعالان د نشه يي توکو پر ضد ښه مبارزه او له خلکو سره په دې برخه کې ګډ کار کولای شي.

هغه وايي د نشه يي‌توکو د کرکیلې او کارولو پر ضد مبارزه د ټولو مسئولیت دی او د ټولنې ټول غړي یې باید د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.
XS
SM
MD
LG