د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د مخدراتو د تشخیص یوازنی لابراتوار


افغانستان کې د مخدراتو د تشخیص یوازنی لابراتوار
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د مخدراتو د تشخیص یوازنی لابراتوار فعاله دی، چې په کې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې نیول شوي مخدره مواد ټيسټ او تشخیص کیږي.

په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د مخدراتو د تشخیص یوازنی لابراتوار فعاله دی، چې په کې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې نیول شوي مخدره مواد ټيسټ او تشخیص کیږي.

د دغه لابراتوار رئیس خالد نبي زاده وايي چې په دې لابراتوار کې د مخدره موادو څه باندې اویا زره سمپلونه ټیسټ شوي دي.

هغه زیاتوي: "کله چې موږ کار پیل کړ موږ په افغانستان کې یواځې هیروئین، اپین او چرس درلودل او تشخیصول مو، په خواشینۍ سره په وروستۍ لسیزه کې د کیمیايي مخدره موادو ستونزه ورباندې زیاته شوې ده چې او د MDMA او مت امفتامین ډوله کیمیايي مواد اوس دود شوي دي او پر دې سربېره یو شمېر جعلي مواد هم شته".

د ښاغلي نبي زاده په وینا دا لابراتوار د نشه‌یي موادو سربیره د چاودېدونکو موادو د تشخیصولو وړتیا هم لري.

"زموږ لابراتوار پر دې سربېره د چاودېدونکو موادو او زهري موادو چې له مختلفو مراجعو څخه دلته ځینې وخت راځي د تشخیص وړتیا لري او نتیجه یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارو".

په افغانستان کې د مخدره موادو د ټیسټ او تشخیص دا یوازنی لابراتوار په ۱۳۸۵ لمریز کال کې جوړ شوی دی. د دغه لابراتوار ټول کارکوونکي د فارمسۍ متخصصین دي.
XS
SM
MD
LG